د شمالي کوریا مشر کیم جوونګ اون وايي، دی په مشروطه توګه له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره دریمې سرمشریزې ته تیار دی.
دا خبر د شمالي کوریا سرکاري رسنیو د اپرېل پر۱۳مه خپور کړی دی.
د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس د کیم جونګ اون له خولې لیکلي، دوی به د کال تر پایه په صبر انتظار وکړي چې د ده په وینا امریکا له یو حوصله ناکې پرېکړې سره را وړاندې شي.
اژانس لیکلي چې نوموړي د دویمې سرمشریزې د ناکامۍ پړه د امریکا له خوا د یو اړخیزو غوښتنو کېده بللي دي.
د کیم جونګ اون په وینا، هغه په دې اړه پوښتنې راپورته کړې وې چې ایا امریکا رښتیا هم د اړیکو ښه کول غواړي او که نه؟
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ دویمه سرمشریزه د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ کې شوې وه.