پراګ ـ د ایران ستر مذهبی مشرایت الله علي خامنه يي ویلي، پر ایران د اقتصادي بندیزونو لګولو پرېکړه د امریکا یوه ناکامه هڅه ده.
نوموړي د نومبر په درېیمه په تهران کې وویل چې نننۍ امریکا ډېره کمزورې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا به د نومبر په پینځمه پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه چې د جوهري موافقې پر اساس کم شوي وو، له سره ولګوي.
بلخوا د اسراییلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو دا مریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی دي. د نوموړي له دفتره په خپور شوي یو بيان کې ويل شوي چې بنديزونه به حتمي لګېږي او د دې لپاره د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ مننه کوي.
تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د نومبر له پېنځمې نېټې نه به د ایران پر تېلو او مالیاتي صنعتونو باندې بندېز لګوي.
خو ځینو هیوادونو له امریکې غوښتي وو چې دوی دې دم ګړۍ ته له ایرانه د تېلو له اخېستو منع نه کړل شي.
امریکا ویلي،د ایران پر تېلو او مالیاتي صنعتونو باندې د لګېدونکو نویو بندیزونو په لړ کې به اته برخه وال په موقتي توګه مستثنی وي خو واشنګټن به په جدي توګه دغه ګامونه عملي کوي چې مقصد یې پر تهران زیات نه زیات فشار اچول دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو (د نومبر پر دویمه) خبریالانو ته پر ټېليفون د معلوماتو ورکولو پر وخت له نور وضاحت ورکولو ډډه وکړه چې کوم هېوادونو یا ادارې به له بندېزونو مستثنی ګرځول کېږي خو وې ویل چې دغه نوملړ به د نومبر پر پنځمه په ولسي کچه په ډاګه کړل شي.
د امریکاد ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، سپینه ماڼۍ پر ایراني اقتصاد د فشار اچولو لپاره د دغه هیواد د تېلو پر سېکټر بندیزونه لګوي خو له دې یې موخه دا نه ده چې د ایران پر تېلو تکیه کوونکي ملګري او اتحادي هېوادونه زیانمن کړي.
بولټن د اکتوبر په ۳۱مه په واشنګټن کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال دغه څرګندونې وکړې. ښايي دا به د سپینې ماڼۍ د هغه حکم د نرمولو لور ته اشاره وه چې ویلي یې وو، ټول هیوادونه دې له ایرانه تېل اخېستل ودروي.
خو واشنګټن دا هم په پام کې لري چې د خپلو ځینو ملګریو او اتحادي هیوادونو په غوښتنه د بندیزونو له دې نړۍ ځینې هېوادونه مبرا وساتي. په دغو هېوادونو کې ترکیه او هند شامل دي. تر څنګ یې جنوبي کوریا عراق او افغانستان هم د خپلو تېلو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره پر ایران تکیه کوي.