د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف له هند سره د کشمیر پر مسله خبرو ته رضامندي ښودلې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان وزيراعظم وايي په جنوبي ایشیا کې د امن په خاطر یې هیواد چمتو دی چې له هند سره د کشمیر په موضوع مذاکرات وکړي.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي شهباز شريف د مې په ۱۶مه د کامرې په پوځي هوايې ډګر کې د هوايې ځواک سرتيرو ته په وينا کې وويل چې هیواد یې د سولې طرفداره دی خو دا دې د هغوی کمزوري نه ګڼل کېږي. نوموړي وړاندې وویل، د کشمیر پر مسله باید د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو له مخې خبرې وشي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان هم د مې پر ۱۶مه ویلي دي چې د هند او پاکستان ترمینځ کله هم خبرې کېږي نو د کشمیر موضوع به هم پکې وي. نوموړي په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، نړیواله ټولنه دې د "هند د جارحیت" مخه ونیسي.

تر اوسه د هند حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې ويلي چې کشمير د دوی د هېواد نه ماتېدونکې برخه ده. د کشمیر یوه برخه د پاکستان او بله یې د پاکستان تر واک لاندې ده. دواړه لوري د کشمیر د مدعیت دعوه دار دي او په دې لړ کې یې ترمینځ څو څو وارې جنګونه هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې په ۱۰ مه د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وويل چې حاضر دی د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير د کشالې د حل لپاره کار وکړي.

هغه د مې پر ۱۰مه، پر خپلې ټولنیزې رسنۍ، ټروت سوشل، ليکنه کې د پاکستان او هند مشران وستايل چې په اوربند یې موافقه وکړه. نوموړي د هغو هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې ويل: "زه به له تاسو سره کار وکړم چې وګورو تر زر کلونه وروسته، د کشمیر په اړه يو حل راوتلی شي که نه."

XS
SM
MD
LG