پراګ - د پاکستان ولسمشر د دې هېواد د سپريم جوډيشل کونسل پر سپارښتنه د اسلام های کورټ يو مشر جج جسټس شوکت عزيز صديقي له خپلې څوکۍ ليرې کړ. د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان قانون وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې صديقي یې د عدالتي ضابطه اخلاق په سرغړونه له خپلې څوکۍ هیسته کړی دی. نوموړي څو مياشتې وړاندې د پاکستان استخباراتي اداره په عدالتي کاروايانو کې په مداخلت تورنه کړې وه.
د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په پنجشنبه [۱۱م اکتوبر] تر هغه وروسته د جسټس شوکت عزيز صديقي د ليرې کولو منظوري ورکړه کله چې د دې هېواد سپريم جوډيشل کونسل [ستره عدالتي شورا] د هغه د ليرې کولو سپارښتنه وکړه. صديقي د هغه بيان له کبله ليرې کړل شو په کوم کې چې نوموړي د پاکستان پر استخباراتي ادارې ای اېس ای تور پورې کړی و چې په عدالتي کاروايانو کې لاسوهنه کوي. نوموړي دا خبره د روان ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۱مه په رالپنډۍ کې د وکيلانو يوې غونډې ته په وينا کې کړې وه.
''د ای اېس ای خلک په بېلا بېلو ځايونو کې د خپلې خوښې عدالتي بېنچونه جوړوي. د کېسونو درجه بندي کوي. زه د خپل های کورټ خبره درته کوم. ای اېس ای زما چيف جسټس ته وويل چې موږ تر انتخاباتو مخکې نواز شريف او د هغه لور [مريم نواز] له جېل څخه دباندې نه راباسو. نو په دې خاطر شوکت عزيز صديقي په بېنچ کې مه شاملوه.''
د نوموړي له دې وينا وروسته د پاکستان پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د يو ټويټ له لارې له سپريم کورټ څخه خواست وکړ چې د ادارو پرضد د جسټس صديقي د تورونو جاج واخلي. له دې وروسته سپريم جوډيشل کونسل د پېښې ځانې ګروېږنه وکړه او د اکتوبر پر ۱۱مه يې د صديقي د ليرو کولو سپارښتنه وکړه.
د پاکستان يو قانون پوه او وکيل شهاب الدين اېډوکېټ وايي چې د دې هېواد د ايين د ۲۰۹مې دفعې لاندې سپريم جوډيشل کونسل کولای شي چې د يو جج د ذهني يا جسماني معذورۍ يا درغلۍ له کبله د هغه د ليرې کولو سپارښتنه وکړي خو د نوموړي په وينا په دې مقدمه کې د انصاف تقاضې نه دې پوره کړل شوي.
(زموږ دا غوښتنه وه چې يو کميشن دې جوړ شي چې معلومه کړي چې که چيرته مداخلت وي نو د اييني حدودو مطابق دې چلن وښودل شي. او که چيرې يو ډېر ذمه وار سړی په دومره ذمه وارې چوکۍ باندې ناست د دروغو يو الزام لګوي، بيا دې د هغه خلاف کاروايي وشي. خو دلته خبره دا ده چې په دې سپريم جوډيشل کونسل کې ۲۵۰ نور کېسونه پراته دي، د هغوی فيصله نه کېږي او دا کېس رامخې ته شو.))
بلخوا د پاکستان سپريم کورټ بار اتحاديې يو غړی او قانون پوه نور عالم خان وايي چې بايد د جسټس صديقي لخوا د لګول شوو تورونو پلټنې شوي وای ځکه وار له مخه په سپريم جوډيشل کونسل کې په سلګونو مقدمې پرتې دي.
''په دې مقدمه کې هېڅ پلټنې ونه شوې، هېڅ سوال ځواب ونه شو. ګواهان يا داسې خبرې مخ ته نه راغلې چې د هغوی پر بنياد جسټس صديقي ليرې کړل شوی وي. دلته سپريم جوډيشل کونسل شکايت جوړ کړ يا هغوی ته ملاو شو او هغوی به بيا سمدستي سفارش وکړو چې دی [صديقي] دې ليرې کړل شي او صدر [عارف علوي] هغه ليرې کړ. زما په خيال د ججانو په ليرې کولو کې ډېر زيات احتياط په کار وي ځکه د انصاف اخري پوړۍ عدالتونه وي. موږ داسې محسوسوو چې په دې مقدمه کې ډېره تادي شوې ده او د انصاف تقاضې نه دې پوره شوي.''
د نوموړي په وينا له دې اقدام وروسته به اوس له صديقي څخه ټول مراعات اخيستل کېږي او هغه ته به له تقاعد وروسته وظيفه هم نه ورکول کېږي. خو د ده په وينا جسټس صديقي کولای شي چې د دې پرېکړې پر ضد په سپريم کورټ کې اپيل وکړي. بلخوا شوکت عزيز صديقي ويلي چې ډېر ژر به خپل غبرګون وړاندې کړي.
دا دوهم ځل دی چې د پاکستان په ۷۰ کلن تاريخ کې يو جج له خپلې چوکۍ ليرې کول کېږي. له دې وړاندې په ۱۹۷۳م کال کې د لاهور های کورټ يو جج جسټس شوکت علي د درغلۍ په تور له خپلې چوکۍ ليرې کړل شوی و.