د اسرایلو وزیر اعظم پر ایران تور لګولی چې د اټومي وسلو پټ مرکزونه لري.
د اسرایلو وزیر اعظم بنیامین نتانیاهو د سېپټمبر پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغو سیمو تصویرونه وښودل چې دی وايي، پټ اټومي فعالیتونه پکې روان دي.
په دې تصویرونو کې هغه ساحې چې د نتانیاهو په وینا د اټومي وسلو پټ زېرمه تونونه دي، په سرو ویکټورونو په نښه شوي وو.
نتانیاهو ادعا وکړه چې په تهران کې د غالیو مینځلو یوې فابریکې ته نېږدې د تورقوزاباد نومې ناحیې په یوه ودانۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کیلوګرامه راډیو اکټیف مواد ساتل کېږي.
هغه څرګنده کړه چې د اسرایلو د څېړنو له مخې، تهران له لویو قدرتونو سره د ۲۰۱۵م کال له اټومي هوکړې سره سره د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.
د دې هوکړې له مخې تهران ژمنه کړې وه چې د نړیوالو بندیزونو د لېرې کېدو په بدل کې به، خپل اټومي پروګرام محدودوي.
پر اټومي وسلو د څار نړیواله اداره دا صلاحیت لري چې هره مشکوکه سیمه تفتیش کړي، خو د دې ادارې چارواکو پرله پسې ویلي چې د دوی د څېړنو له مخې، ایران د اټومي موافقې مواد رعایت کړي دي.
نتانیاهو د ملګروملتونو له عمومي اسمبلۍ غوښتنه وکړه چې دا ساحه په ځانګړو وسایلو
سمدستي تفتیش کړي.
د ده دا غوښتنه وروسته د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تکرار کړه.
د عمومي اسمبلۍ پرونۍ غونډې ته په وینا کې نتانیاهو ادعا وکړه چې ایراني چارواکو له دې مشکوکې اټومي ساحې د اټومي وسلو د اړوندو موادو ایستل پیل کړي، څو شواهد له منځه یوسي.
ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.
د ایران دولتي خبري اژانس فارس د بهرنیو چارو وزات د ویاند بهرام قاسمي له قوله وايي چې نړیوال به پر دې ډول جعلي، بې معنا او غیرضروري ویناو او نندارو یوازې په لوړ غږ وخاندي.
د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا ویلي دي چې باید د اسرایل د خپل اټومي پروګرام په اړه نورې څېړنې وشي.
هغه پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي، هېڅ راز ننداره نشي کولای چې دا خبره پټه کړي چې یوازې اسرایل په دې سیمه کې د اټومي وسلو پټ او نااعلان شوی پروګرام او د اټومي وسلو زېرمه تون لري.
ظریف زیاتوي، هغه وخت رارسېدلی چې اسرایل باید د خپل غیرقانوني اټمي پروګرام دروازې د نړیوالو مفتشانو پرمخ پرانیزي.
نتانیاهو ایران د اسرایل تر ټولو لوی دښمن ګڼي او پخوا تر دې یې هم د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه داسې څرګندونې کړي دي.
هغه په ۲۰۱۲م کال کې هم عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د هغه اټومي بم یادونه وکړه چې د ده په وینا، تهران جوړ کړی دی او د خپلې دې ادعا لپاره یې کارټوني تصویرونه هم وښودل.
په اپرېل میاشت کې نتانیاهو ادعا وکړه چې د پلازمېنې تهران په یوه بله سیمه کې د پټو اټومي وسلو د یوې ساحې د اړوندو اسنادو یو لوی ارشیف ورسره دی.
ده هغه مهال یادونه وکړه چې د دې اسنادو ډېره برخه له هغې ساحې څخه ایستل شوي دي.
د ایران حکومت هغه مهال هم دا ادعاوې رد کړې وې.
https://www.mashaalradio.com/a/29514473.html
https://www.mashaalradio.com/a/29509398.html
https://www.mashaalradio.com/a/29463203.html