د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقچي: د ایران د اورانییمو غني کولو پر حق "بحث نه شي کېدای"


د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي ويلي دي چې د اورانییمو د غني کولو پر حق "بحث نه شي کېدای."

نوموړي دا څرګندونې د اپرېل پر ۱۶مه په تهران کې په داسې حال کې وکړې چې دا اونۍ په عمان کې د ايران او امريکا ترمينځ د تهران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د خبرو دويم پړاو ترسره کېږي.

رويټرز خبري اژانس وايي، عراقچي دا خبره د منځني ختیځ چارو لپاره د امريکايي ولسمشر سلاکار او په مذاکراتو کې د امريکايي پلاوي د مشر سټیف وېټکوف د اپرېل ۱۵مې څرګندونو په غبرګون کې کړې ده.

وېټکوف ویلي ول چې له واشنګټن سره د تړون لپاره بايد تهران د اورانییمو غني کول "بند او له مينځه یوسي."

عراقچي وویل: "موږ له وېټکوف څخه متضادې خبرې اورېدلي دي، خو اصلي دریځونه به د مذاکراتو پر مېز روښانه شي."

هغه زیاته کړه: "موږ چمتو یو چې د اورانییمو د غني کولو د احتمالي اندېښنو په اړه باور پیدا کړو، خو د غني کولو پر اصل خبرې نه شي کېدای."

ټاکل شوې چې ایران او امریکا د اپرېل پر ۱۹مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې د تهران د پراخېدونکي اټومي پروګرام په اړه د خبرو دویم پړاو ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران د اټومي پروګرام ختمولو په اړه موافقه و نه شي، نو پر وړاندې به یې "پوځي ځواک" وکاروي.

د ایران او امریکا تر مينځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د لوړې کچې د خبرو لومړی پړاو د اپرېل پر ۱۲مه په مسقط کې ترسره شوی وو.

XS
SM
MD
LG