د ایران ولسمشر حسن روحاني دعوی کړی چې امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ یې چې څرنګه په ملګرو ملتونو کې د ایران یوازې کول غوښتل، بریالی نه شو ځکه چې نړیواله ټولنه د هغه زیاتره غوښتنې له پامه غورځوي.
نوموړي دا خبره بېګا (د سېپټمبر پر ۲۷مه ) له نیویارکه د ستنېدو پر وخت د تهران په هوايي میدان کې خبریالانو ته وکړه.
دوه ورځې وړاندې روحاني او ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ویناوې کړې وې.
ولسمشر ټرمپ په وینا کې پر ایران تنقید وکړ چې مشرتابه یې په درغلیو کې ککړ و او وې ویل چې مشران یې په منځني ختیځ کې ګډوډي، وژنه او تباهي خوروي.
نوموړي له ټولو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د ایران د حکومت پرضد په بندېزونو لګولو کې دې له امریکا سره یو ځای شي.
خو روحاني وویل، ولسمشر ټرمپ چې د جنرل اسمبلۍ په ګډون د سېپټمبر پر ۲۶مه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په غونډه کې د څه تمه کوله د هغې برعکس یې حاصل کړل.
روحاني وویل، د سلامتي کونسل په غونډه کې ۱۴ هېوادونو یا خو د ایران د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون په څرګند ډول حمایت وکړ او یا یې لپاره د خپل ملاتړ اشاره ورکړه.