د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ ته د نویو څهرو ورتګ او د زړو مخه ښه


د پاکستان د قامي اسمبلۍ ودانۍ
د پاکستان د قامي اسمبلۍ ودانۍ

پراګ ـ د تېرې قامي اسمبلۍ په مقابله کې دا ځل ځينې وتلي سياستوالان په قامي اسمبلۍ کې نه تر سترګو کېږي.

په دوی کې نوازشريف، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو، سعد رفيق او د چوهدري نثار په ګډون ځينې نور هغه سياستوالان شامل دي چې په پارلېمان کې به یې د هېواد د کورنيو او بهرنيو تګلارو ترڅنګ د قانون جوړونې په چارو کې ډېر فعاله رول لوبولو. دوی څو څو ځله د قامي اسمبلۍ غړي پاته شوي ول.

خو اوس به يې په قامي اسمبلۍ کې نه شتون پر پارلېماني چارو څه اغېز وکړي؟د دې پوښتنې په ځواب کې خبريال او څېړونکی هارون رشيد وايي، اغېز به ځکه وکړي چې دغو کسانو ټول ژوند سياست ته ورکړی وو او هغه تجربه يې د اسمبلۍ د چارو برخه جوړه کړې وه خو اوس به د دوی نه شتون محسوسېږي.

دی وايي، په دې کې ځينې داسې ګوندونه هم شته چې د هېواد پر مختلفو چارو یې خپل ځانګړی فکر او نظر لري خو د جولای ۲۵ مې په انتخاباتو کې هغوی څوکۍ و نه ګټلې نو په قامي اسمبلۍ کې به د هغوی د نظريې څرک نه تر سترګو کېږي.

هارون رشيد په دې لړ کې د عوامي نشنل ګوند مثال ورکوي چې په انتخاباتو کې يې د قامي اسمبلۍ يوه څوکۍ ګټلې ده.

دا شان قامي وطن ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ هم په ټاکنو کې د له سره يوه څوکۍ هم نه ده ګټلې نو په بله مانا دا ګوندونه به په قامي اسمبلۍ کې غږ ونلري.

خو که يوې خوا ته يوشمېر تجربه کاره سياتوالان له اسمبلۍ بهر شوي دي نو داسې کسان هم شته چې په لومړي ځل د قامي اسمبلۍ غړي جوړ شوي دي.

شنونکی قريش خټک وايي، په قامي اسمبلۍ کې به د پخوانيو تجربه کارو سياستوالانو تشه محسوسه نه شي. هغه زياتوي، نوي کسان راغلي چې هغوی به د پخوانيو تجربه کاره سياستوالانو د پاتې شويو رواياتو په رڼا کې نوي روايات جوړوي.

دده په وينا چې په نوي کسانو کې د بې نظير بوټو زوی بلاول بوټو هم دی چې هغه ته يو اوږد سفر پروت دی او کوشش به وکړي چې په پارلېماني چارو کې مثبته ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG