د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپږو ښځو د پاکستان قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې دي


په پېښور کې د قامي اسمبلۍ لپاره د ووټ اچولو بهیر.
په پېښور کې د قامي اسمبلۍ لپاره د ووټ اچولو بهیر.

پېښور - په پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ لپاره یوازې شپږ ښځینه استازې کامیابې شوي دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د کامیابو استازو د نوملړ ترمخه چې په دې کې څلور د سیند او دوه د پنجاب صوبې دي.

د صوبایي اسبملیو څوکیو لپاره د پنجاب صوبې پینځه او د سیند صوبې دوه ښځې منتخب شوې دي.

د خېبر پښتونخوا او د بلوچستان صوبې یوه ښځه هم په عمومي څوکۍ نه ده کامیابه شوې.

د انتخاباتو کمېشن په وینا، د ۲۰۱۸ز کال انتخاباتو لپاره ۴۶۴ ښځې د جنرل څوکیو سیالیو ته ولاړې وې.

د قامي اسمبلۍ په عمومي څوکیو کامیابو ښځو کې د پیپلز پارټۍ نفیسه شاه، شمس النسا او شازیه مري د پاکستان تحریک انصاف زرتاج ګل وزیره او غلام بي بي بهروانه او د ګرېنډ ډېموکرېټک الاینس ډاکټره فهمیده مرزا ده.

په ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې خپل جنرل سېټ بایلونکې زرتاج ګل وزیره دا ځل د جنوبي پنجاب د ډېره غازي خان د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

زرتاج ګل وزیرې مشال راډیو ته وویل چې نه یوازې شاته پاتې سیمې ډېره غازي خان بلکې د خپلې پلرنۍ سیمې وزیرستان ته به هم په قامي اسمبلۍ کې اواز پورته کوي.

نوموړې وايي، احمدزۍ وزیره ده او ((سیاست په ډېره غازي خان کې کوم خو دواړه سیمې محرومې سیمې دي او په مطبوعاتو کې د محرومیانو او سخت دریځې په اړه یادېږي. نو زه د قبایلي سیمو لور یم او انشاالله چې کوم فورم هم وي زه به د دوی لپاره اواز پورته کوم.))

XS
SM
MD
LG