د تکړه قبايلي خویندو ټولنې په پخوانيو قبایلي سیمو کې ښځو ته د خپلو رایو کارولو په اړه د اګاهۍ یو کمپاین پیل کړی دی چې موخه یې په راروانو ټاکنو کې هغوی هم د سړیو غوندې تکړه کول او فعاله کول دي.
د دغه ټولنې یوې فعالې ناهید له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د ښځو د ووټونو په اړه یې دا هلې ځلې له خېبر ولسوالۍ پيل کړې دي. دا وايي په خېبر کې یې له ښځو سره ولیدل نو هغوی له دې سرټکولو چې اوبه نه لري، نو دوی ورته لارښوونه وکړه چې له هر کاندید سره په خپله ملاقات وکړي او خپلې ستونزي ور ته په ګوته کړي، نو هغوی خو دا خبره هم وکړه چې دا ځل به له کاندیدانو لیکلي اخلي، ډېرو ښځو وویل چې د هغوی لومړی ځل دی او تر دې وړاندی یې رایې (ووټونه) نه دي کارولې.
ناهید وايي چې په سېشنبه یې له جمروده پیل وکړ او لنډيکوتل ته به هم تګ کوي او هڅه به کوي چې د مومندو اوباجوړ پشمول دغه ټولو سیمو ته ځان ورسوي، او ځای پر ځای به ښځې راټولوي او ورته به وایي چې رایه/ووټ یو بنیادي حق دي او په ټاکنو کې یې وکاروئ.
د خېبر قبایلي سیمي یوه مېرمنه زېبا وايي دا ځل به په ټاکنو کې خپله رایه ورکوي او خپل چم ګاونډ کې به نورې ښځې هم د ټاکنو بهیر کې برخه اخیستو ته هڅوي.
تر دې وړاندې به د عامو انتخاباتو پرمهال د خېبر پښتونخوا په قبایلي او کلیوالو سیمو کې د سیاسي ګوندونو ترمینځ د جرګو او لوظنامو له لارې د ښځو د رایو کارولو مخه نیول کېدله خو په خېبر پښتونخوا کې د ټاکنو کمېشن ویاند سهېل خان وايي اوس د دغه رقم فعالیتونو مخه نیول شوې ده. نوموړی زیاتوي د الیکشن لپاره د نوي قانون ترمخه که په یوه انتخاباتي حلقه کې د ښځینه رایو کارولو کچه له لس فیصده کمه وي نو له ټاکنو کمېشن سره دا واک شته چې هلته ټاکنې ناقانونه وګرځوي. نوموړي وویل چې ټاکنو کمېشن د ښځینه رایو اګاهۍ لپاره د رسنیو او مدني ټولنو له لارې پروګرامونه هم چلوي.
د تکړه قبایلي خویندو شبکه وايي الیکشن کمېشن دې په پخوانيو قبایلي سیمو کې د ښځینه رایو بهیر لپاره هر ډول بندوبست وکړي او په دې لړ کې ښځو ته ورپېښې ستونزې دې حل کړي.
په خېبر پښتونخوا کې د ټاکنو لپاره د الیکشن کمېشن ویاند سهېل خان وايي د ښځو د رایو ورکولو لپاره یې د قبایلی سیمو پشمول په ټول هېواد کې ځانګړي سهولتونه برابر کړي دي. نوموړی وايي دا خبره ناسمه جوته شوې چې په ځينو ځایونو کې ښځې او سړي هم په یوځای کې خپلې رایې ورکوي، خبره دا ده چې په ځینو ځایونو کې سرکاري عمارتونه کم وي نو په هغو ځایونو کې پولنګ سټېشن یو وي خو د ښځو او سړیو لپاره د ووټ اچولو ځای جلا جلا وي او د ښځو ووټرانو لپاره د پولنګ جلا ښځینه عمله نه وي.
د الیکشن کمېشن چارواکي وايي په پخوانیو قبايلي سیمو کې د پخوا په نسبت د دوه زره اتلسم کال د عامو ټاکنو لپاره د ښځینه ووټرانو شمېره هم زیاته شوې ده. د ټاکنو کمېشن د شمېرې ترمخه د پخوانۍ قبایلي سیمو په ۲۵۰۳۲۵۲ ووټرانو کې د ښځینه ووټرانو شمېره ۱۰۰۲۲۵۰ ده.