د لاسرسي ځای

تازه خبر

علما: ځانمرګي بريدونه او تشدد له اسلام سره په ټکر کې دي


د کنفرانس ګډونوال
د کنفرانس ګډونوال

پراګ - د افغانستان، پاکستان او انډونيزيا ديني عالمانو د افغانستان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او له حکومت سره دې د سولې مخامخ خبرې پېل کړي.

دا خبره دوی نن [جمعه] د انډونیزیا پلازمېنې جکارتا ته نژدې په بوګور ښار کې د دیني عالمانو يو ورځني کنفرانس پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې اسلام د ځانمرګو بريدونو او ترهګرۍ خلاف دی. په دې اړه نور حال احمد شاه اعظمي راکوي.

د انډونيزيا په نوښت جوړ شوي کنفرانس کې د درو واړو هېوادونو ديني عالمانو په خپاره کړي پرېکړه لیک کې ویلي چې ځانمرګي بریدونه ، تشدد، ترهګري او پر عامو خلکو بریدونه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي. په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید د قرآنکریم له سپارښتنې سره سم، د سولې مستقیمو خبرو ته کېني.

د کنفرانس ګډونوالو ویلي دوی د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا وسله والو ته د سولې د وړاندیز ځکه هرکلی کوي چې ((سوله خدايي امر دی او پر هر مسلمان واجب دی، د مسلمانانو ترمنځ شخړې باید د قران کریم او نبوي سنتونو په رڼا کې حل او فصل شي.))

وسله والو طالبانو د کابل پروسې غونډې پر مهال د ولسمشرغني د سولې وړاندیز ته تراوسه رسمي ځواب نه دی ویلی خو په غېرمستقیم ډول یې رد کړی او خپلو بريدونو ته يې دوام ورکړی دی.

د افغانستان د علماوو شورا غړی محمد قاسم حليمي چې په دې کنفرانس کې يې ګډون کړی و مشال راډيو ته وويل چې د کنفرانس اعلاميه او د درو واړو هېوادونو د علماوو همږغي به د سولې لپاره مهمه پيلامه وګرځي.

((هغه کسان چې هغوی د عقيدې پر اساس دې جګړې ته را روان دي، زه باوري يم چې پر هغو ټولو به دا اثر کوي. ځينې به هغه کسان وي چې هغوی د ځينو خاصو اهدافو لپاره کار کوي يا ځينو خاصو کړيو لخوا استعمالېږي، هغوی په هر حال د فتوا تابع خلک نه دي. خو هغه ځوانان چې هغوی لمسول کېږي او د عقيدې پر بنياد دې جګړې ته رالېږل کېږي، زه باوري يم چې دغه پرېکړه ليکونه او دا شرعي نظرونه به پر هغوی ډېر تاثير وکړي.))

د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون مشر پروفېسر محمد معصوم ياسينزي هم په دې کنفرانس کې د پاکستان استازيتوب کړی و. نوموړی مشال راډيو ته وايي چې د علماوو کردار ډېر مهم دی او دا کنفرانس د سولې په راوستو کې يو ښه پېل دی.

((امن راوستل يوه ورو پروسه ده. يو دم شيان پرمخ نه ځي لاکن نن [جمعه] د علماوو راغونډېدل او دا خبره کول چې موږ به په افغانستان کې د امن لپاره خپلې هلې ځلې کوو، او د پاکستان او انډونيزيا علما به له دوی سره مرسته کوي. نو زه چې دې ته ګورم، دا يو ښه پېل دی.))

د کنفرانس پر مهال ديني عالمانو زياته کړه چې تاوتریخوالی او ترهګري له هېڅ دین، ملت، تمدن او قوم سره تړاو نه لري.

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د غونډې جوړېدو وړاندیز د انډونیزیا ولسمشر په ۲۰۱۷م کال کې کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو کتو وروسته کړی و.

د دې یو ورځني کنفرانس پیل د انډونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په خپله وینا وکړ چې د افغانستان او پاکستان ۱۶ ، ۱۶او د اندونیزیا ۲۰ دیني عالمان پکې شریک ول.

XS
SM
MD
LG