د ګوزڼ مخنيوي په اړه د همغږۍ دغه غونډه د سیشنبې په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ په تالار کې د ماشومانو لپاره نړيوالې ادارې یونسیف په مرسته جوړه شوې وه چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د ګوزڼ مخنيوي په لار کې د عامه پوهاوي مسوولینو پکې برخه اخېستې وه.
د افغانستان په ختيز زون کې د یونسیف د ګوزڼ مخنيوي د برخې ویاند قدرت الله شکېب په دې اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:
"د ختيځو ولایتونو په سطحه زموږ کارمندان او د عامه پوهاوي مسوولین مو نن په دې خاطر رابللي وو چې هغه ستونزې چې موږ په ۲۰۱۶ م کال کې لرلې، هغه مو په ګوته کړې او د ۲۰۱۷ م کال لپاره مو نوی پلان جوړ کړو چې وشو کولای چې په ۲۰۱۷ م کال کې موږ په ننګرهار، خصوصاً په ختيځه حوزه او په ټول افغانستان کې د ګوزڼ مثبته پېښه ونه لرو."
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم د ګوزڼ مخنيوي همغږۍ په دغه غونډه کې ګډون کړی و، نوموړي په ولس غږ وکړ چې د پوليو په مخنيوي کې په صادقانه توګه کار وکړي.
"د دې مهلک مرض پر وړاندې مبازره يوازې د روغتيايي کارکوونکو نه ده، بلکې په دې کې ټول ولس، په ځانګړي ډول سره قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، د رسنيو مسوولين، ځوانان، خویندې دا ټول ګډ مسووليت لري او زه په ټولو خپلو هېوادوالو باندې غږ کوم چې له افغانستان څخه د دغه مهلک مرض په له منځه وړلو کې د زړه له اخلاصه کار وکړئ، تر څو خپل هېوادوال وژغورو."
د ننګرهار د عامې روغتيا رییس ډاکټر نجيب الله کاموال وايي چې د ۲۰۱۶م کال په اوایلو کې په ختيځه حوزه کې ۷۵۰۰۰ ماشومان د پوليو له څاڅکو پاتې کيدل خو د کال په وروستي پړاو کې دا شمېره ۱۳۰۰۰ ته راښکته شوه.
"په دغه حوزه کې د تېر کال په اوایلو کې ۷۵۰۰۰ ماشومان له ويکسينو پاتې کېدل، خو خوشبختانه د ټولو ادارو او رسنيو په همکارۍ دغه شمېر ۱۳۰۰۰ ته راښکته شوی دی. کوشش کوو چې د سږکال په جریان کې دا ۱۳۰۰۰ صفر ته راښکته شي. تیر کال په ختيځه حوزه کې د کونړ په شيګل ولسوالۍ د شولتن په سيمه کې موږ څلور مثبتې واقعې لرلې چې هغه هم د سواتیانو کورونه وو چې هغوی ويکسينو ته اجازه نه ورکوله، خو د هغوی ماشومان هم اوس ويکسين شوي دي."
دی وايي چې د ننګرهار په اچين، پچيرواګام، کوټ او نازیانو ولسوالیو په يو شمېر کليو کې د دولت وسله وال مخالفین روغتیا پالو ته اجازه نه ورکوي چې ماشونانو ته د ګوزڼ ضد واکسينونو څاڅکي ورکړي.