هسې خو په نړۍ کې د HIV ر نځ د مخنیوي نړیواله ورځ د دسمبر په اوله نېټه لمانځل کېږي، خو په ننګرهار کې د یکشنبې په ورځ په دې اړوند یوه غونډه وشوه.
د افغانستان د روغتیا چارواکي وايي چې د ۱۹۸۹ میلادي کال راهيسې په ټول افغانستان کې ۲۰۲۷ تنه د ايچ، ای، وي، ایډز په ناروغۍ اخته شوي چې ۶۳ سلنه يې نارینه او ۱۷سلنه يې ښځینه دي.
د ایچ اي وي ایډز نړیواله ورځ د ننګرهار د عامې روغتیا په مرکزي روغتون کې ولماځل شوه، د روغتیا چارواکي وايي چې سږکال دغه ورځ د ايچ ای وي، په ناروغۍ له اخته کسانو سره د کرکې او نفرت د کمولو تر شعار لاندې لمانځي.
په دې اړه د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( موږ سږکال دا ورځ په دې شعار سره لمانځو چې د هغو ناروغانو په مقابل کې چې هغوی په ایچ ای وي، اخته دی، د هغوی پر وړاندې کرکه او نفرت څنګه په ټولنه کې راکم کړو. په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه پورې ۱۲۴ مثبتې پيښې ثبت شوي چې په دغو کې ۴۷ تنه هغه دي چې هغوی زرقي يا د پیچکارۍ له لارې مخدره توکي استعمالوي. ۹ تنه د غیر مشروع جنسي اړیکو له امله په دغې ناروغۍ اخته شوي او ۶۸ تنه عام وکړي دي چې د مختلفو دلایلو له امله په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.))
هغه کوم لاملونه دي چې انسان په ایچ ای وي یا ایډز ناروغۍ اخته کوي، په دې اړه په ننګرهار ولایت کې د ایچ ای وي ولایتي کوارډيناتور ډاکټر نورحسن بشریار مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( د غير مصوونې وینې انتقال، غیر مشروع جنسي اړیکې، د ګډو ستنو يا پیچکاریو استعمال، غير مصوون ولادتونه، د غير مصوونو پروسو اجراکول، په سلمانیو کې د ګډو وسایلو څخه استفاده کول او د عمر په لحالظ پکې زیاتره ځوانان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.))
نوموړی وايي چې د افغانستان د عامې روغتیا د راپور په اساس په لومړي ځل په ۱۹۸۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د ايچ ای وي تشخیص شو چې تر دې دمه په ټول هیواد کې د ایچ ای وي، ۲۰۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. دی وايي چې په ننګرهار ولایت کې ورسره ۶۸ تنه تر درملنې لاندې دي، او له پيله تر دې دمه ۱۷ تنه له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي. دی په ټولو خلکو غږ کوي چې د ایچ ای وي مرکزونو ته ورشي او د وینې په معاینه کولو سره دې خپل ځانونه مطمین کړي.