چارواکي وايي چې په دغه روغتون کې به معتادینو ته تر درملنې وروستهفني او حرفوي زده کړې هم ورکول کيږي.
په نشه يي توکو د روږدو د درملنې لپاره د دغې روغتون پرانسته د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت اعظمي وکړه. د پرانستې پر مهال په ولایتي چارواکو سربيره له مرکز څخه هم یو شمير چارواکو ګډون کړی و.
د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت اعظمي د پرانستې پر مهال خبریالانو ته وویل:
(( د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د عمل د پروګرام پر بنیاد د ۱۴۴ بسترونو کمپلېکس د نشه يي توکو د معتادینو د روغتیا او هغوی ته د حرفوي زده کړو په خاطر پرانيزي، د دغې کمپلېکس ارزښت څلور ميلونه ډالره دی چې د امریکا د سفارت د اینیل ادارې له خوا تمویل شوی دی.))
د افغانستان د کار، تولنيزو چارو شهیدانو او معلولینو وزرات مرستیال رحت شاه صالحي وویل، معتادینو ته به تر درملنې وروسته د دوی د وزارت له خوا د حرفوي کارونو زده کړه ورکوي.
دی وايي:
(( کله چې د دوی درملنه بشپړه شي، دوی ټول به په ګروپي ډول فني او حرفوي مرکزونو ته ورځي، او په يوه ټاکلي وخت کې به ورته فني او حرفوي زده کړې ورکول کيږي.))
سره له دې چې د روغتون پرانسته وشوه خو لا هم په روغتون کې د بريښنا او نورو روغتیايي لوازمات نه دی برابر شوي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي چې په راتلونکي يو نیم میاشت کې به روغتون ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
(( موږ په ننګرهار ولایت کې د معتادینو لپاره دوه سوه بستره فعال لرو، خو متاسفانه هغه د کرایه په کورونو کې دي. ټول هغه اړین وسایل، تهحزیات او د برق ستونزه چې په دغه کمپلېکس کې شته، موږ د عامې روغتیا د وزارت له لارې د دې تدارک شروع کړی دی. د میزان د میاشتې په پای کې به موږ دلته راځو او مریضان به د کرایه له کورونو راوباسي او دلته به کار پيلوو.))
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزرات چارواکي وايي چې د یوې سروی له مخې په ټول افغانستان کې تر درې میلونو پورې خلک په نشه يي توکو روږدي شوي او زیاتوي چې له یوه کال نه بل ته د معتادینو په شميره کې زیاتوالی راځي.