د ننګرهار د عامې روغتيا دروغتيايي علومو له انستيتيوت څخه ۶۰ تنه نجونې او هلکان د نرسنګ له درې کلنو زده کړو وروسته فارغ شول چې د افغانستان په ختيځ زون کې به په روغتيايي کلینیکونو کې په کار وګمارل شي.
د ننګرهار روغتیايي علومو د انستتیوت د اوه ویشتمې دورې د فراغت دغه غونډه چې د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو ریاست د غونډو په تالار کې د شنبې په ورځ جوړه شوې وه، پر ولایتي چارواکو سربيره په کې د ولایتي شورا یو شمير غړو او د نرسنګ له کورس څخه د فارغو شويو نجونو او هلکانو د کورنيو ګڼ شمير غړو ګډون کړی و.
د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس نجیب الله کاموال په خپلو خبرو کې وویل، د نرسنګ له دورې څخه فارغې شوې نجونې او هلکان به د دغه ولایت په ولسواليو کې په دندو وګماري.
(( خوشبختانه موږ د ننګرهار د روغتيايي عالي انستتیوت څخه ۶۰ تنه فارغان ورکړل چې ۲۶ يې ښځینه او پاتې يې نارينه دي. په دوی کې په ننګرهار سربيره د کونړ، نورستان او لغمان محصلین هم شامل دي. توقع او تقاضا مو دا ده چې دوی لیرې پرتو ولسواليو ته ولاړ شي او هلته زموږ هغه مجبوره قشر چې هغه زموږ خویندي دي، هغوی ته خدمت وکړي.))
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په خپلو خبرو کې تمه څرګنده کړه چې له انستتیوت څخه فارغان به د روغتيا په برخه کې د خپل ولس خدمت په ښه شان سره تر سره کړي.
(( زه مطمین یم چې ستاسو په وجود کې تعهد ووینم، مینه او خلوص ووینم او انشاالله دغه سلسله ادامه کړي کړي تر څو هغو مشکلاتو ته چې موږ يې د صحت په برخه کې لرو، د پاي ټکي کيږدو.))
د نرسنګ له درې کلنې دورې څخه فارغ شوي هلکان او نجونې ژمن دي په ليرو پرتو ولسواليو ته ولاړ شي او د خپل ولس خدمت وکړي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( توریال احمد فقیرزی یم، موږ دا تعهد کړی دی چې د خپلو وطنوالو لپاره چې په هر ځای کې وي، د روغتیا د تامین او ارتقا لپاره به د خپلو خلکو خدمت کوو.))
(( ثمینه عزیزي یم، موږ ته دا څوګند راکړل شوی چې د غریب او خان فرق نه به کوو، زما د کورنۍ همدا هدف دی چې زه د خلکو خدمت وکړم، نه یوازې دا چې د دره نور ولسوالۍ، بلکې د افغانستان په هر ګوټ کې چې وي د خپلې زده کړې په اساس د خپلو خلکو خدمت وکړم.))
د ننګرهار د روغتيا ريس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال را په دې د ننګرهار د روغتیايي علومو له انستتیوت نه د نرسنګ یا قابله ګۍ په برخه کې ۶۸۰ تنه ښځينه فارغې شوې او په کار ګمارل شوي. دی زیاتوي چې په ۲۰۰۰ م کال کې له سل زره میندو څخه د ولادت پر مهال په يوه کال کې ۱۶۰۰ میندې مړې کيدلې خو د ښځينه نرسانو او قابله ګانو له برکته د ولادت پر مهال د میندو د مړينې کچه ۳۲۷ ته راښکته شوې ده.