د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر په ختيځو ولایتونو کې هم ماشومانو ته د پوليو په ضد د واکسينو د څاڅکو د ورکولو درې ورځينی کمپاين پيل شو. د روغتيا چارواکي وايي چې کمپاين کې به څه باندې نهه لکه هغو ماشومانو ته د پوليو په ضد د واکسينو دوه دوه څاڅکې ورکول کيږي، چې عمرونه يې له پينځو کلونو څخه کم وي.
د پوليو په ضد د واکسینو د څاڅکو دغه کمپاين د يکشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د مقام په انګړ کې د مرستيال والي محمد حنیف ګرديوال په لاسونو يوه ماشوم ته د دوو څاڅکو واکسينو په ورکولو سره پرانیستل شو. نوموړي د کمپاين د پرانستې پر مهال په قومي مشرانو او ديني عالمانو غږ وکړ چې د واکسينو د رضاکارو ګروپونو دې پوره پوره مرسته وکړي.
(( ټولو علمای کرامو ته، قومي مشرانو ته او زموږ دولتي محلي مسوولينو ته پیغام لرو چې د واکسینو په تطبیق کې دې ټول د زړه له کومې همکاري وکړي، تر څو زموږ ټولو ماشومانو ته واکسين ورسيږي او له دغه مرض نه بچ پاتې شي.))
د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست مرستيالې مقدسې معراج د واکسينو د پرانستې پر مهال وويل چې په دې دوره کې به یوازې ننګرهار کې څه باندې شپږ لکه ماشومانو ته د واکیسنو څاڅکې ورکړل شي.
(( په شرقي حوزه کې موږ ۹۶۶۰۰۰ ماشومان په نظر کې لرو چې بايد واکسين شي چې د دې له جملې څخه ۶۲۷۶۰۰ ماشومان په ننګرهار کې د واکسين په پروګرام کې شامل دي چې موږ د دې په څنګ کې چې دوی ته واکسين کوو، له دوه نه تر پینځو کلونو پورې چې کوم ماشومان عمرونه لري هغوی ته د چينجو د مخنيوي کپسول هم ورکول کيږي.))
د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انيسې عمراني په ټولو میندو غږ وکړ چې په خپلو ماشومانو د پوليو ضد ويکسین تطبیق کړي او له معیوبيت نه يې وژغوري.
(( زه هم د ښځو چارو رياست له لارې په ټولو کورنيو کې خویندو او میندو باندې دا غږ کوم چې خپل له پينځه کلنۍ نه ښکته ماشومان واکسين کړي او د دې خخه خپل ماشومان وژغوري.))
د ننګرهار د حج او اوقافو د اطلاعاتو او نشراتو مسوول مولوي عتیق الرحمن فضلي هم د جوماتونو په ملا امامانو غږ وکړ چې خلک د خپلو خطبو له لارې د ويکسینو تطبیق ته راوبولي.
(( زموږ په اوقافو کې چې څومره پرسونل دی، خطیبان دی او که ملا امامان دي، پر هغوی دا غږ کوو چې د واکسینو دا پیغام خلکو ته ورسوي.))
د ننګرهار د عامي روغتیا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۵ کال راهيسې په ټول افغانستان کې يوه د پوليو واقعه په هلمند ولایت کې تثبیت شوې ده خو ویره څرګندوي چې د خيتيخ زون په يو شمير ولسواليو کې چې د پوليو په ضد د واکسینو د تطبیق مخه نيول کيږي د پوليو په کيسونو کې به زیاتوالی راشي.
د چارواکو په وینا د ننګرهار په غني خيلو ولسوالۍ کې به دا ځل ۳۰۰۰۰ ماشومان، د نورستان ولایت په کامدیش کې ۳۵۰۰ او د کونړ ولايت په چپه دره او مروره ولسوالۍ کې ۱۰۰۰۰ ماشومان د پوليو له څاڅکو مرحوم پاتې شي.