د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه


اتم مارچ چې د ښځو د نړيوالې ورځې سره سمون خوري، د نورې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم نمانځل کيږي.

اتم مارچ چې د ښځو د نړيوالې ورځې سره سمون خوري، د نورې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم نمانځل کيږي.

خو د شنبې په ورځ د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې په لومړي ځل ولمانځل شوه چې يو شمير ښځینه او نارینه مدني فعالان او د نجونو د ښوونځيو استاذانې ورته بلل شوې وې.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسب دغه غونډه چې د ننګرهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کې جوړه شوې وه، چې په یو شمير ښځينه او نارينه مدني فعالانو سربیره ورته د نجونو د ښوونځيو استاذانې هم وربلل شوې وې.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صمیم وويل چې په دې خاطر يې د ښوونځيو اساذانې لمانځونډې ته وربللې چې خپلو زده کوونکي ته له ځانه سره پيغامونه يوسې.

((هدف مو دا دی چې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې، د اسلامې متعقداتو په ړنا کې په ټولنه کې د اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي برخه کې د ښځو د ونډې او فعال ګډون په رابطه موږ وغوښتل چې دوی ته پیغامونه وړاندې کړو تر څو، موږ څنګه کولای شو چې په ټولنه کې سمسمکی راولو او هغه دا چې دا خویندې پیغام له ځانه سره واخلي او هغه بیا په لويو اجتماعګانو کې خپلو شاګردانو ته او د ښوونځيو استاذانو ته وړاندې کړي چې په نیتجه کې وکولای شو چې په ټولنه کې يو څه بدلون راشي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انیسې عمراني وويل، کوم حقوق چې اسلامي قانون او بشري او مدني قوانينو ښخو ته ورکړي، تر اوسه ترينه محرومې دي.

(( ۱۰۷ کاله کيږي چې دغه ورځ نمانځل کيږي، مګر تر اوسه پورې هغه الهي قانون او هغه بشري قانون چې د ښځو حقه حقوق په کې تظمين شوي، ښځو ته نه دي ورکړل شوي. په ټولو ادارو کې ښخو سره تاوتریخوالي کېږي. په کابینه کې خویندې لرو، په پارلمان کې لرو، حتی په پوليسو کې خویندې لري تر دې چې د يوې حوزې مشره هم ښځه ده. خو موږ په دې باندې اکتفا نه کوو، موږ بايد په سياسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې ونډه واخلو، سره له دې چې دا حقوق نه دي ورکړل شوي، د انسانیت له چوکاټ نه بيرون ورسره تاوتریخوالي کېږي،.))

د افغانستان په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې صابرينې حميدي هم په دې باور ده چې په ليرو پرتو سيمو کې تر اوسه هم ښځې د خپلو بنیادي حقونو څخه محرومې دي.

(( دولت هم توجه وکړه او نړيوالې ټولنې هم توجه وکړه، خو څرنګه چې هغه انکشافي پلانونه وو، په هغه شان عملي نه شوو. مېرمنې، خویندې، نجونې له ستونزو سره مخ دی، له خپلو اساسي حقونو څخه محروم دي، په ليرو پرتو سيمو کې روغتیايي اسانتیاوې نه لري، د تعلیم له حق نه محرومې دي. د کلتوري محدویتونو له وجې او يا د دې تر څنګ د امنیتي ستونزو له وجې دوی خپل تعليم نه یا بې برخې دي او یا تری نیمګړی پاتې کيږي.))

دی وايي چې د تير کال پر تله سږکال له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زیاتې پيښې ثبت شوي چې لویه وجه يې عامه پوهاوی او قانون ته لاسرسی ګڼل کيږي.

XS
SM
MD
LG