د افغانستان په ختيځ کې د ژورنالستانو ملي ټولنې د پييښو پر مهال د امنيتي ادارو سره د ستونزو د حل په موخه يوه غونډه وکړه چې تر دوه سوه پورې هغو ژورنالستانو ته په کې پوهاوي ورکړل شو چې د ژورناليزم له لنډ مهاله کورسونو څخه فارغ شوي ول.
دغه غونډه چې د پنجنشبې پر ورځ له غرمې وروسته د ننګرهار په اطلاعات او فرهنګ رياست په تالار کې جوړه شوې وه، ځوانو ژورنالستانو ته د پيښو پر مهال د خپل ژوند د خونديتوب په اړه بيلابيلو استادانو لارښونې وکړي.
په ختيځ کې د ژورنالستانو د ملي ټولنې مشر شيرشاه همدرد په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( موږ دا غونډه په دې خاطر راوبلله چې تقریباٌ دوه سوو نه زیاتو ژورنالستانو په کې برخه اخيستې وه، هدف يې دا و چې څنګه وکولای شوو چې دا ژورنالستان د پيښو پر مهال خپل ژوند خوندي کړی شي، له کومو لارو څخه استقاده وکړي، په دې برخه کې چارواکي څه مسووليت لري، پخپله ژورنالستان مسلکي لحاظ څه مسووليتونه لري، کوم شيان دي چې بايد مراعت شي چې د دوی ژوند خوندي پاتې شي.))
د افغانستان د خپلواکو ژونالستانو ټولنې مشر رحيم الله سمندر چې يادې غونډې ته له کابل څخه راغلی و، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل. که چيرې ژورنالستانو ته د خپل ژوند د خونديتوب لپاره د امنيت په ځانګړو مسايلو کې مسلکي روزنه وکړي، ژوند به يې خوندي پاتې شي.
(( يوه لاره خو يې دا ده چې د افغانستان څومره رسنۍ چې دي، هرې رسنۍ ته په کار دي چې خپل ژورنالست ته لازم تدابير ولري، د هغې تدابيرو څخه دا دي چې هر ژوناليست بايد د امنيت په ځانګړو مسايلو کې وروزل شي. د افغانستان په هر سيمه کې، جنګ دی، انتحار دی، جنګ ځپلې سيمې دي. او هلته په کار دا ده چې ژورنالستان ځانګړی واسکټ ولري. ځانګړې روزنه ولري. ځانګړې تخنيکي وسايل ولري، که څوک له کومې ستونزې سره مخ کيږي، څنګه ګولای شي چې خپله خبر خونه یا دفتر خبر کړي.))
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنیف ګرديوال ژمنه وکړه چې په راتلونکي امنيتي مجلس کې به امنیتي ادارو ته سپارښتنه وکړي چې ژورنالستانو سره د قانون په رڼا کې چلند وکړي.
په ختيځ کې د ژورنالستانو ملي ټولنې د پييښو پر مهال د امنيتي ادارو سره د ستونزو د حل په موخه يوه غونډه وکړه چې تر دوه سوه پورې هغو ژورنالستانو ته په کې پوهاوي ورکړل شو چې د ژورناليزم له لنډ مهاله کورسونو څخه فارغ شوي ول.
د افغانستان د ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې مسوولين وايي چې په تير کال کې په ټول افغانستان کې شپږ تنه ژورنالستان د پيښو پر مهال وژل شوي چې دوه تنه يې بهرني او څلور هغه يې کورني خبریالان وو.