له تيرو دوه وو کلونو راهيسې په ننګرهار کې (سيو دي چلډرن) يا د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې د په پینځه ويشت بابه ښوونځيو کې د (ښوونځی د امن ځای) په نوم له با استعداده زده کوونکو څخه مشورتي کميټې جوړې کړې چې د شاګردانو د تعليمي کچې د لوړولو تر څنګ د تعليم د فروغ لپاره له ښوونځو څخه دباندې هم کار کوي.
په ښوونځيو کې د زده کوونکو د مشورتي کميټو د پروګرام د ارزونې دغه يو ورځينی سيمينار د دوشنبې يا ګل په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې تر سره شو چې د ننګرهار د پوهنې رياست په يو شمير مسوولينو سربيره ورته د يو تعليمي موسسو استازي او په ښوونځيو کې د تعليمي کميټو زده کوونکي هم وربلل شوي ول.
مولوي محمد توکل افغاني چې د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې سره د اسلامي تعليماتو په برخه کې کار کوي، په ښوونځيو کې د زده کوونکو د مشورتي کميټو په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( په دې کې موږ شوراګانې جوړې کړي چې د پي ټي ای شورا ده او چيلډ کونسل، يا هغه ماشومان چې با استعداده وي او له شپږم نه تر دولسم ټولګي پورې په دې مکاتبو کې درسونه وايي، دا موږ په دې شورا کې نيولي دی. دوی خپلې ستونزې په خپل مشورتي بورد يا مکتب کې درک کوي او د پي ټي ای شورا سره يې شريکوي. دا يو کنفرانس موږ دلته جوړ کړی دی، په دې خپلو پروګرامونو باندې موږه يو ځغلنده نظر وکړو او د ورونو هغه افکار له ځانه سره واخلو.))
د ننګرهار د پوهنې ريس استاد الله داد اسمعيلزي په ښوونځيو کې د مشورتي کميټو پروګرام ګټور وباله او هيله يې څرګنده کړه چې ياده موسسه خپل فعالیتونو نورو ښوونځيو ته هم وغځوي.
(( دغه پروګرام زده کوونکو ته شعور، اګاهي او پوهه ورکړې ده. د حق غوښتلو په حصه کې د معارف د کيفيت د لوړولو په حصه کې، د دوی خپل مسوولیتونه چې بايد مکتب ته لاړ شي، په کورنو کې کینني. په مکاتبو کې يې يو مشروع رقابت منځته راوړی دی.))
کلثوم چې د شيخ مصري کمپ د نجونو په ښوونځي کې د يولسم ټولګي زده کوونکي او مشورتي بورډ مسووله ده، مشال راډيو سره په خبرو کې د خپلو تعليمي فعالیتونو په اړه وويل:
(( زموږ په ښوونځي کې (ښوونځي د امن ځای) پروژه ډيره بریالۍ ده او ډيری زده کوونکي د همدې پروژې له لارې راځي او په ښوونځي کې په ارام زړه باندې زده کړې کوي. ځکه چې موږ هغه زمينه زده کوونکو ته برابروو چې بل هيڅوک يې نه شي کولای. له کورنيو سره يې خبرې کوو تر څو جینکۍ وکولای شي چې په ارام زړه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.))
په ننګرهار کې د ماشوم ساتنې نړیوالې ادارې مسوولين وايي چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو د مشورتي کميټو پروګرام يې په ۲۰۱۳ کال کې پيل کړی چې يوازې پينځه ښوونځيو کې يې کميټې فعالې کړې وې او په ۲۰۱۴ کال کې يې د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار په اتو ولسواليو کې په پينځه ويشت بابه د نجونو او هلکانو ښوونځيو کې د تعليمي کچې لوړولو او د تعليم د فروغ لپاره کميټې جوړې کړي چې په دغه کميټو کې له زده کوونکو سره د ښوونځيو استاذان، د سيمې قومي مشران، والدین او دیني عالمان غړيتوب لري.