پېښور کې پر یوه سینیما د برید وروستو له فلمي صنعت سره تعلق لرونکو او پښتو فلمونو خوښونکو د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومته غوښتنه کړېده چېې نه یوازې سینیما ګانو ته دې تحفظ ورکړي، بلکې په پېښور کې دې تیېټر او د سینیما کلتور بیا په مخکې بوتللو لپاره عملي ګامونه هم پورته کړي.
د پښتو او اردو فلمونو ځلانده ستوري او هدایتکار عجب ګل مشال ریډیو ته وویل چې سینیما د غریبو خلکو د خوشالو او ساعتېري یوازني ذریعه ده، او حکومت ته پکار ده چې له سینیما سره سره فلم کتونکو ته هم تحفظ ورکړي.
نوموړي وویل د پېښور سینیما ګانی د پښتو فلمونو د پیاوړتیا او نمائش واحد ځای دی، او که چېرته دغه هم ختم شي نو بیا په پاکستان کې د پښتو فلمونو مستقبل به هېڅ نه وي.
دی زیاتوي:
"پښتو فلم چې دا کوم حالات جوړ دی نو دا ورو ورو ختمېیږي، له پاکستانه د فلم نوم ختم کړل شو، د هندوستان فلمونه راځي او هغې ته توجه ورکول کیږي، په لاهور سینیما ګانو کې په اسلام آباد سینیما ګانو کې، نو پښتنو خپل انټرټیمنټ چې دی نو هغه پخپله ختم کړ، په پښتو کې خبره اورېدل او یو سندره اورېدل نه غواړي، نو که دا سینیماګانې د پښتنو له منځه ولاړې نو بیا به هېڅ هم نه وي"
په پېښور کې د سینیما د تاریخ او ارزښت په حقله لیکوال او څیړنکار ابراهیم ضیاء چې د پېښور په سینیما ګانو یې کتاب هم لیکلی دی، وايي، چې پېښور کې سینیماګانې کال په کال بندیږي او که چرې حکومت سینیما او د دې له مالکانو سره مرسته ونکړي نو باقي سینیماګانې به هم بندې شي.
په پېښور پیکچر هاوس او نورو سینیما ګانو په حقله هغه وايي،
"دا تقریبا ۱۹۲۵ کې جوړې شوې وې، ړومبۍ امپرییېل سینیما جوړه شوې وه، او بیا د هغې نوم ناولټي سینیما شو، بیا د هغې پس پکچرهاوس سینیما جوړه کړل شوه، او په هغې کې دوه ځلي بمونه والوځول شول، او اوس دا دی بمونه په کې خلاص شو، نو دا ډیره د افسوس خبره ده"
د خیبر پښتونخوا د کلتور پخوانی وزیر او د عوامی نیشنل پارټی یو مشر میا افتحار حسین په پکچرهاوس سینیما باندې برید په سختو ټکو وغانده. نوموړي وویل، چې ترهګر اول د یو قام په کلتور حمله کوي، او بیا په معاشره کې وېرې او ترهې خپرولو لپاره دغه شان د خوشالو او ولسی ځایونه په نخښه کوي.
ښاغلی حسین زیاتوي: "موږ د دې کلکه غندنه کوو، او دا د غریبانانو لپاره یو ارزان او د ساعتېری یوه زریعه ده، په ټوله دنیا کې دا شته دی، خو افسوس دا دی چې کوم بد څیزونه راځي نو په خېبر پښتونخوا باندې راځي، د دې پېښې تحقیقات پکار دي، او چې چا دا کار کړی دی هغوی ته سزا هم پکار ده، او د سینیماګانو مکمل حفاظت هم پکار دی، او په سرکاري توګه ورسره مرسته هم پکار ده، دلته نورې سینیماګانې جوړول هم غواړي"
پر پیکچرهاوس سینیما د برید په باب مو د خیبر پښتونخوا له کلتور وزیر سره د ټیلفون په لار د رابطې کولو هڅې وکړی خو بریالی نه شوم، خو بیا په رسنو کې د کلتور وزیر دغه بیان مخې ته راغلی دی چې صوبايي حکومت د سینیما مالکانو ته له وړاندې ویلې ول چې د سینیماګانو تحفظ دې ټینګ کړي.
یاده دې وي چې د پېښور لویې سینیماګانې لا د وړاندې بندې شوې دي، او اوس د هغه پر ځای مارکیټونه او کاروباري ودانۍ جوړې شوې دي.