د هند د سینما یو وتلی ستوری شمي کپور پرون په ۷۹ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې . د شمي کپور د هنري کلب يو کارکونکي نیکیل ګنګاواني وايي، هغه د پښتورګیو د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
شمي کپور تیره اونۍ د سینې له درده شکایت کاوه او په روغتون کې داخل شوی وو . ده په پینځوسمه او شپیتمه لسیزه کې د هندي سینما په ډیرو کامیابو فلمونو لکه؛ تم سا نهي دېکا؛ او جنګلي کې کار کړی وو .
په هند کې خلک شمي کپور د امریکا له یوه ډیر پيژندل شوي سندرغاړي اېلویس پریسلي سره پرتله کوي .
شمي کپور د پرتوي راج کپور زوی وو او د وتلي هندي فلمي ستوریو راج کپور او ششي کپور ورور وو.