سندرغاړی جلیل شبنم وايي د هنرمندانو لپاره د هنري اکاډمي اړتیا ده
د پښتو ولسي سندرغاړی جلیل شبنم وايي چې له تېرو شاوخوا ۴۵ کلونو راهیسي یې خپل فن ته دوام ورکړی دی. نوموړی زیاتوي چې په خیبر پښتونخوا کې نوی کهول سندرې او موسیقي زده کول غواړي خو د مسلکي زدکړو لپاره د سرکاري هنري اکاډمي د نه شتوالي له امله یې نه شي زده کولای. هغه غوښتنه کړې چې حکومت دې د هنرمندانو لپاره هنري اکاډمي جوړه کړي.