رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو
پراګ - د پورونو د درجه بندۍ یوې نړیوالې اېجنسۍ سټینډرډ اینډ پوورز د امریکا د حکومت د قرض اخیستو د باور لوی معیار، یوه درجه را ښکته کړی دی.
دا په لومړي ځل دی چې سټینډرډ اینډ پوورز دا ګام اخیستی دی.
هلته بیا د امریکا د خزانې وزارت د دې ګام په اړه ویلي چې د سټینډرډ اینډ پوورز تجزیه حسابي غلطي لري.
د جمعې په شپه سټینډرډ اینډ پوورز اعلان وکړ چې په امریکا کې پر حکومتي قرضو، او د دې له کبله د را ولاړېدونکي خطر، په سیاسي توګه د مخنیوي په لاره کې، داسې ښکاري چې د حکومت وړتیا لږه مستحکمه، لږه موثره او لږه د باور وړ ده.
دې اېجنسۍ ویلي د امریکا د دوو ګوندو هغه توافقنامه چې تر مخې یې دا هېواد، په خپل بجټ کې شا و خوا ۲،۱ ټریلینه امریکايي ډالره بچت کول غواړي؛ ډېرې کمې پیسې دي چې د هېواد پور را ښکته کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي: ((سټینډرډ اینډ پوورز ادارې وړاندوینه کړې ده چې د امریکا مشران به په راتلونکې کې ښايي د دې وړ نشي چې نور بچت وکړي.))
تر دې مخکې تر ۷۰ کالونو پورې امریکا په نړۍ کې د پور اخیستونکي یوه داسې هېواد په توګه نوم درلود چې، د باور ډېر لوړ معیار لري. دې لوړ معیار ته د اې اې اې درجه ورکړل شوې وه.
اوس سټینډرډ اینډ پوورز دا درجه اې اې پلس ته راښکته کړه.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي: ((د امریکا د خزانې وزارت په سمدستي توګه، د سټینډرډ اینډ پوورز د تجزیې په غبرګون کې ویلي چې دې ادارې په خپل حساب کې لویه غلطي کړې ده.))
نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د امریکا د خزانې د وزارت یوې ویاندې ویلي په دې رپورټ کې د امریکا حکومتي پور شا و خوا دوه ټریلینه ډالره زیات ښودل شوی دی.
د خزانې د وزارت له وینا سره سم ((دا غلطي پخپله د خپل ځان ښودنه کوي.))
خو سټینډرډ اینډ پوورز ویلي حسابي غلطي به وګوري، مګر دا غلطي ((درجه بیرته نشي لوړولای.))
اوس د امریکا د حکومت د پور اخیستو د باور درجه کمېدل څه مانا لرلای شي؟
نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: ((له دې اعلان سره به اوس پانګه اچوونکي، له حکومته د سود لوړې شرحې غواړي.))
مانا دا چې پانګه اچوونکي که د امریکا حکومت یا په امریکا کې نورو پور اخیستونکو ته قرض ورکوي، نو په سر به یې زیات سود اخلي.
هر کله چې د قرض په سر سود زیات شي نو د حکومت، کاروبار او د کورونو اخیستونکو خرچې یا لګښتونه زیات شي؛ ځکه چې د سود لوړه سطحه پخپله د ګرانۍ مانا لري.
شنونکي وايي چې د حکومت خرچې زیاتې شي نو د دې د پوره کولو لپاره به دوی نوې مالیې یا ټیکسونه لګوي، چې دا مالیې په مستقیم او نا مستقیم ډول ولس اغېزمنوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي: ((د سټینډرډ اینډ پوورز له دې پرېکړې سره به اوس د کال په سر د امریکا پر حکومت او ټیکس ورکوونکو د اربونو ډالرو بار زیات شي.))
د ورځپاڼې په خبره د اې اې اې د درجې له کبله د امریکا د خزانې بانډونه د پانګه اچوونکو لپاره تر ټولو زیات محفوظه وو،
د اې اې اې درجې امریکا ته دا ګټه رسولې وه چې په ډېر کم او ارزانه نرخ یې حکومتي معاملات چلول چې په کې دوه جنګونه او د ریټایر شویو یا متقاعدو کسانو لپاره یو موثر نظام هم شامل وو.
شنونکي وايي که څه هم د امریکا درجه کمه شوه، خو د دې اثر به ځکه زیات نه وي چې د موډیز او فیچ په نوم د سټینډرډ اینډ پوررز ته ورته بلې ادارې د امریکا د پور اخیستو باور نه دی کم کړی.

هر کله چې د قرض په سر سود زیات شي نو د حکومت، کاروبار او د کورونو اخیستونکو خرچې یا لګښتونه زیات شي.