د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د روسیې برید کې ۶ کسان وژل شوي، یوشمېر تر ړنګې ودانې لاندې دي


ژغورونکي د چاسیف یار سیمې له ړنګې ودانۍ څخه د مړو او ژوبلو راایستلو چارې پر مخ وړي - د جولای ۱۰مې انځور.
ژغورونکي د چاسیف یار سیمې له ړنګې ودانۍ څخه د مړو او ژوبلو راایستلو چارې پر مخ وړي - د جولای ۱۰مې انځور.

د اوکراین په ختیځ کې د دونېڅک سیمې یو چارواکي ویلي دي چې روسیو ځواکونو پر یوه پینځه پوړیزه ودانۍ راکټي برید کړی دی چې پکې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات کسان تر ودانۍ لاندې دي.

د دونېڅک پوځي ادارې مشر پاولو کیرېلېنکو د جولای پر ۱۰مه ویلي چې برید د جولای پر نهمه ناوخته په وړوکي ښار چاسیف یار کې شوی دی چې شاوخوا ۱۲،۰۰۰ نفوس لري.

د اوکراین د ولسمشر دفتر مشر اندرې یرماک ویلي چې دا "یو بل ترهګر برید" وو او روسیه باید د "ترهګرۍ ملاتړي دولت" په توګه ونومول شي.

مسکو د اوکراینیو چارواکو د تورونو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی چې ځواکونه یې ملکي سیمې نه په نښه کوي.

د اوکراین له دویم لوی ښار خارکیفه هم د یوشمېر راکټي بریدونو خبرونه راغلي دي. د روسیې له پولې سره نېږدې د هغه ښار د څارنوالۍ دفتر ویلي چې د جولای ۱۰مې تر نیمې شپې وروسته پر یو ښوونځي، یو شخصي کور او د ماشومانو پر ساناټورییم یا ارام ځي راکټي بریدونه شوي دي چې پکې ودانۍ په جزوي ډول ړنګې شوې دي.

دفتر پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي چې په حملو کې یو ۶۲ کلن سړی ژوبل شوی دی.

هلته سیمه ییز والي ویلي چې اوکراینیو ځواکونو په دونېڅک کې د روسیو ځواکونو د پرمختګ د هڅو مخه نیسي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین له خپلو غربي پلویانو څخه د نورو وسلو غوښتنه کړې ده.

د لوهانسک والي سېرګې هېدې د جولای پر نهمه پر ټېلېګرام خبر ورکړ چې روسیو ځواکونو له بېلابېلو خواوو څخه د بریدونو پر مهال پر وړو ښارونو درنه بمباري کړې ده.

نوموړي ویلي چې روسي ځواکونه "د جګړې پر ټوله لومړۍ کرښه" ډزې کوي.

د غربي هېوادونو استخباراتي ادارو روانه اوونۍ ویلي ول چې کېدای شي روسي ځواکونه په دونباس سیمه کې خپل بریدونه د عملیاتي وجوهاتو له کبله تر یوه وخته ودروي.

دا تر هغې وروسته ده چې روسیو ځواکونو د ټولې لوهانسک سیمې نیولو دعوه کړې خو په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه له مهمو لویو ښارونو سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک څخه وتلي، هېدې او نورو اوکراینیو چارواکو دا دعوه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG