د لاسرسي ځای

تازه خبر

قانون پوهان د قندیل بلوڅ د ورور د خوشې کولو پرېکړې حیرانه کړي


قندیل بلوڅ د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې وژل شوې وه - انځور له ارشیفه
قندیل بلوڅ د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې وژل شوې وه - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د قانوني چارو پوهانو د یوې ماډلې او اداکارې د وژنې په تور د سزا شوي کس پر خوشې کېدو د حیرانتیا څرګندونه کړې او وايي، په هغه قضیه کې ریاست یا دولت خپله فریق وو نو هغه کس څنګه خوشې شو؟

دوی دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د لاهور های کورټ د ملتان څانګې جرګګۍ د فوزیې اعظم چې د قندیل بلوڅ په نوم پېژندل کېده، د وژنې په تور د هغې د ورور محمد وسیم د عمر قید سزا ختمه کړه او د هغه د خوشې کولو امر یې وکړ.

بي بي سي، د پاکستان ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو د وسیم د وکیل سردار محبوب له خولې ویلي چې عدالت د مقدمې د فریقینو ترمینځ د راضي نامې او له خپلو بیانونو څخه د شاهدانو په شا کېدو له وجې هغه خوشې کړل.

د قندیل بلوڅ د وژنې قضیه

د بلوڅې پلار په عدالت کې غوښتنلیک دایر کړی وو او ویلي یې ول چې د "خدای لپاره یې خپل زوی بښلی" نو عدالت دې یې هم وبښي.

محمد وسیم له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې په زندان کې وو او په ۲۰۱۹ز کال کې ورته د ملتان عدالت له دې وجې د عمر قید سزا اورولې وه چې هغه له خبریالانو سره په خبرو کې منلې وه چې خور یې "د کورنۍ د رسوايي" سبب شوې وه نو ځکه یې "ووژله." البته چې کله نوموړی رسماً تورن شو نو د قندیل بلوڅ له وژنې یې انکار وکړ.

په ۲۰۱۶ز کال کې د بلوڅې وژنې په پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي ول او فعالانو کیمپېن پیل کړی وو چې تر هغې وروسته د هېواد پارلېمان د ناموسي وژنو د مجازاتو په قانون کې بدلون وکړ.

په ترمیمي قانون کې راغلي چې که پر یو کس د ناموس په نوم د بل تن د وژنې تور ثابت شي نو د مقتول د کورنۍ د غړو پر بښنې سربېره به ورته د عمر قید سزا اورول کېږي.

پولیس د قندیل بلوڅ ورور محمد وسیم د عمر قید سزا تر اورول کېدو وروسته زندان ته بیايي - د ۲۰۱۹ز کال انځور.
پولیس د قندیل بلوڅ ورور محمد وسیم د عمر قید سزا تر اورول کېدو وروسته زندان ته بیايي - د ۲۰۱۹ز کال انځور.

د قانون پوهانو دریځ

د پاکستان د سپریم کورټ وکیل نور عالم خان وايي، د قندیل بلوڅ په قضیه کې د هغې د ورور د خوشې کولو ذمه واري پر ریاست ده ځکه چې دولت په هغه مقدمه کې فریق وو.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، که د بلوڅې ورور خپله وايي چې خور یې د ناموس په نوم وژلې نو دولت باید د پولیسو په مرسته پراخې پلټنې کړې وای. "حکومت خپل کردار ادا نه کړ. حکومت د پولیسو په [مرسته] خپل کردار ادا کوي. د پلټنو په شکل کې خپل کردار ادا کوي."

قندیل بلوڅ پر ټولنیزو شبکو خورا زیات مینه وال لرل - انځور له ارشیفه
قندیل بلوڅ پر ټولنیزو شبکو خورا زیات مینه وال لرل - انځور له ارشیفه

په اسلام اباد کې بل وکیل سلیم خان وايي، د ده په فکر د قندیل بلوڅې په قضیه کې له خپلو شهادتونو څخه د ګواهانو په شا کېدو له وجې شکونه پیدا شول چې ښايي محمد وسیم ته یې ګټه رسولې وي. "کله چې د جرم عیني شاهدان خپل بیان بدل کړي نو هغه شکونه پیدا کوي او بیا اکثر په دې ډول [مقدمو] کې ملزمان خوشې کېږي."

د پاکستان حکومت د محمد وسیم د خوشې کېدو پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او دا روښانه نه ده چې حکومت به د عدالتي فیصلې پرضد قانوني اقدامات کوي او که نه.

خو په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو فعاله فرزانه باري وايي، د "قوي ثبوتونو" پر موجودګۍ سربېره د محمد وسیم خوشې کېدو پرېکړې د پاکستان "ښځې زښتې نهیلې" کړې دي.

فوزیه اعظم (قندیل بلوڅ) د ملتان اوسېدونکې وه چې پر ټولنیزو شبکو یې خورا زیات مینه وال لرل. نوموړې د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې په کور کې وژل شوې وه. پولیس وايي، د بلوڅې مرۍ خپه کړل شوې وه چې له وجې یې هغه د شاوخوا ۲۶ کلنۍ په عمر کې ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG