سوات کې ولې زياتې ناموسي وژنې کېږي؟
د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د کرښې پر غاړه" کې دا ځل په سوات کې د ناموسي وژنو یا د غیرت په نوم وژنو، د دې تر شا لاملونو او د مخنيوي لپاره يې پر قوانینو بحث شوی دی. په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه غېر سرکاري اداره "اوېکننګ" وایي په روان ۲۰۲۲ز کال کې هلته شپږ تنه د غیرت یا پت په نوم وژل شوي دي چې پکې پينځه ښځې او یو سړی پکې شامل دی. بلخوا د ښځو د حقونو ادارې وایي چې په ټولنه کې خلک د قوانینو په اړه ډېره کمه پوهه لري او باید د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره پر سرکاري کچ د پوهاوي زیاتولو لپاره کار وشي. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.
برخې
-
فبروري ۲۵, ۲۰۲۵
د تورخم لاره د تیرې اونۍ راهیسې تړلی پرته ده
-
فبروري ۱۱, ۲۰۲۵
پښتونخوا کې د امن جرګو سربیره ولې امنیت خراب دی؟
-
جنوري ۲۱, ۲۰۲۵
څېړونکي وايي د باچاخان فکر د پښتنو د وطن بحران هوارولی شي
-
جنوري ۰۷, ۲۰۲۵
د سولي پر تړون سربېره کورمه ولې له ناکرارۍ سره مخامخ ده
-
دسمبر ۱۷, ۲۰۲۴
پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟