د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ازادي مارچ'' کې د مسلم ليګ(ن) او پيپلزپارټي ګډون؟


د فضل الرحمان مارچ
د فضل الرحمان مارچ

د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ''ازادي مارچ'' چې ځينو اپوزيشن ګوندونو يې د ملاتړ اعلان کړی خو کارپوهان پر دې نظر دی چې دوو غټو اپوزيشن ګوندونو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ تر دې دمه په دې کې بشپړ ګډون نه دی کړی.

دوی وايي که څه هم د يادو ګوندونو پلويان او ځينې غړي په دې کې شامل شوي خو مشرتابه يې هغسې فعاله نه ده لکه څنګه چې د جميعت العلمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان يا د ده ګوند نور غړي دي.

په لاهور کې د سياسي چارو پو امتياز عالم د زيارت پر ورځ مشال رېډيو ته وويل، مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي د حکومت پرضد د فضل الرحمان په مارچ کې بشپړ ګډون نه کوي ځکه دا ګوندونه نه غواړي چې اسټبلېشمنټ خپه کړي.

''دوی په بشپړه توګه په مارچ کې شامل نشو ځکه چې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ په مشرانو کيسونه جوړ شوي او پرې د اسټبلېشمنټ فشار دی نو ځکه دوی نه غواړي چې په اسټبلېشمنټ پلوه حکومت فشار زيات شي.''

د نوموړي په وینا دغه دوه ګوندونه به په راتلونکې کې له خپل عدم شرکت څخه سیاسي ګټه پورته کوي.

امتياز عالم وايي د پاکستان حکومت او پوځ په يوه پاڼه دی خو د پاکستان د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود بيا وايي کېدای شي پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) له دې کبله هم د فضل الرحمان په مارچ کې ګډون نه کوي چې هسې نه جمهوريت له منځه ولاړ شي.

طلعت مسعود د زيارت پر ورځ مشال رېډيو ته وويل د جميعت علما اسلام د مشرتابه به ضرور د پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای له مشرتابه سره اړيکې وي.

''لکه څنګه چې دا حالات روان دي نو کېدای شي د مظاهره چيانو شمېر زيات شي، بيا به دې ته کتل وي چې د پوځ زور سېوا کيږي، ځکه چې کله سياسي ګوندونه خپله په جمهوريت انحصار نه کوي او په پوځ، افسرشاهۍ، عدلې او نورو ادارو زياته تکيه کوي نو ښکاره خبره ده چې په جمهوريت به يې بيا منفي اثرات وي.''

په اسلام اباد کې د سيمه ييزو چارو پوه افراسياب خټک هم د جمعې پر ورځ له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل دلته داسې خبرې کېږي چې کېدای شي د فضل الرحمان له مارچه غېر جمهوري قوتونو ګټه واخلي خو نوموړی وايي د ده په اند مسلم ليګ (ن) او پيپلزپارټي نه غواړي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت اوس ختم شي نو ځکه يې مشرتابه په بشپړه توګه د مولانا فضل الرحمان په مارچ کې ګډون نه کوي.

''د پيپلزپارټۍ په سیند کې حکومت دی هغوی دا نه ختمول غواړي او غواړي چې څه وخت تېر کړي او له هغه وورسته دا حکومت راوغورځوي او مسلم ليګ ن هم پر دې پوهه دی چې د عمران خان حکومت د پاتېکېدو نه دی، که دا مارچ کاميابېږي او که ناکامه کېږي نو ځکه دا ګوندونه په مارچ کې بشپړ ګډون نه کوي.''

د يادونې ده چې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ مشرانو په وار وار ویلي ول چې دوی به د حکومت پرضد د فضل الرحمان په مارچ کې ضرور ګډون کوي او دا تورنه يې رد کړي چې ګينې دوی د اسټبلېشمنټ له وېرې يا په وينا د مولانا فضل الرحمان په مارچ کې بشپړ ګډون نه کوي. بلخوا پوځ، جميعت علما اسلام ف او حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف تر دې دمه پر دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG