د کوز جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د سیمې د امنيتي حالاتو ښه کولو لپاره دې خپل مسوليت ادا کړي. د اکتوبر پر درېيمه د ولسي پاڅون په نامه د احتجاج پر مهال ځايي ولس وويل چې د ناامنۍ له امله يې ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی دی.