د وزارت وياند ملا جانان د اپريل پر۱۴مه، ويلي چې سېلابونو د کابل په ګډون په بېلا بېلو نورو ولايتونو کې ۲۷ کسان ټپیان کړي او ۶۰۶ کورونو يې ويجاړ کړي دي.
د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د اپرېل پر ۱۴مه هم په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د باران او له وجې یې د سېلابونو اټکل کړی دی.
د بهرنیو وګړو او کډوالو اداره وايي چې یوازې د رضوي خراسان ولایت په مرکز مشهد ښار کې شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ کارډ لرونکي ۲۰۰،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال اوسي.
راټوټ د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا (وزيراعظم) له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د مارچ پر ۲۷مه د یوې غونډې پرمهال وويل چې یوناما به پاکستان وهڅوي چې تر اختر وروسته افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ونه باسي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۴مه ویلي وو چې د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول دي.
د پکتیا ولایت یو بل ورزشکار ممتاز وايي، ورزش په افغانستان کې د ټولو بنسټونو ملاتړ او پام ته اړتیا لري، ځکه یوازې د بدني روزنې اداره د دې وس نه لري، چې لسګونه زره کسانو ته د سپورټ ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
تڼیوال په بېلجییم او نورو اروپايي هېوادونو کې لوړې زده کړې کړې وې او د جغرافیې په څانګه کې یې ۵۲ علمي کتابونه او څېړنیزې مقالې لیکلې او ۳۳ کاله وړاندې یې د پوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کړې وه.
له دې مخکې په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې د پېښې د مړو شمېر ۳ او د ټپیان شمېر يې ۱۳ تنه ښوولی وو.
په پکتیکا کې د کلیو پراختیا ریاست مشر مولوي خان محمد احمد د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېر یو کال کې یې هغه پروژې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته بشپړې کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته