د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پاسپورټونو د وېش بهیر له یوشمېر خنډونو سره مخامخ شو او له اوږدې مودې راهیسې درېدلی دی.
د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې د سیمې ماشومان، ځوانان او مشران هم یوځای شوي او د سړکونو دواړو خواوو ته او د کلي په نورو میدانونو کې نیالګي کښېنوي.
طالب چارواکي داسې مهال د داعش د ځپلو ادعا کوي چې د فبرورۍ پر نهمه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل، داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، ارزونې یې د ملګرو ملتونو له هغه راپور سره سمون خوري چې یوسف العدل په حقیقت کې د هغې شبکې نوی مشر دی.
د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، په داسې وخت کې د ډېش انتنونو له پروګرامونو هم یوشمېر ټېلېوېژني چینلونه لیرې شوي دي وار له مخه انټرنېټ ښه کار نه کوي، برېښنا کمه او کورنۍ رسنۍ هم سم پروګرامونه نه لري.
منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."
دوی وايي، په تېرو شلو کالونو کې د دوی سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او ارامه شپه او ورځ يې نه درلوده، خو اوس چې یو څه کراري راغلې، بیا هم له چارواکو او موسساتو هېر دي.
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات بېګا په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سفرونو هدف د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ضروري مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه د نړيوالو غبرګون متحدول دي.
نور وښیئ