د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصیر انديشه: پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په وړاندې "د نړيوالو ناتوانه غبرګون د تاريخ تور داغ" دی


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی او په سويټزرلينډ کې افغان سفیر، نصیر اندیشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی او په سويټزرلينډ کې افغان سفیر، نصیر اندیشه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي پر ملګرو ملتونو نیوکې کړې چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف یې پرېکنده دريځ نه تر سترګو کيږي.

نصیر انديشه د مارچ پر ۲۲مه په جينيوا کې د دې شورا په يوه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بندیزونو له وجې نيږدې یو میلیون نجونې لا هم نه‌شي کولای ښوونځي ته لاړې شي. هغه د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پر دریځ نيوکې وکړي او غوښتنه یې وکړه چې پکار ده د طالبانو د بندیزونو په اړه پرېکنده دريځ خپل شي.

نوموړي وویل: "افسوس چې لا هم یو میلیون نجونې نه‌ شي کولای ښوونځي ته لاړې شي. افغان ښځې په بهادرۍ سره له خپلو حقونو دفاع ته دوام ورکوي. سربېره پر دې، د نجونو په وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو شورا ناتواني، د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو تور داغ پاتې دی."

انديشه وويل چې د طالبانو په لاس د ځپلو شويو افغانانو سترګې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته دي نو بايد چې دلته خاموشي نه وي. هغه زیاته کړه چې "د زړورو افغان مېرمنو لپاره بايد هره دروازه وټکول شي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل تر نيولو وروسته پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي دي. په غيرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز دی، نجونو له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړل شوي او پر ټيليويژنونو د ښځو د څرګنديدو د محدوديت تر څنګ پر ښځو مخ پټول جبري شوي دي.

طالبان وايي دا هر څه د شريعت له مخې کوي خو د اسلامي همکاریوو سازمان پرې نيوکې کړې او ترې غوښتنه یې کړې ده چې پر ښځو لګولي بندیزونه دې ليرې کړي.

طالبانو نه د ملګرو ملتونو او نه هم د کومې بلې نړیوالې ادارې يا فعالانو غوښتتنې منلې دي. ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت پر ځينو وزیرانو د سفر بندیزونه دوامداره ساتلي دي. ملګرو ملتونو د نصیر انديشه د نيوکو په غبرګون کې څه نه دې ويلي.

په همدې حال کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې افغانانې بايد ناهیلۍ ته پرنيږدي. هغې د مارچ پر ۲۲مه، د سي اين اين ټيليويژن سره په مرکه کې ويلي چې نړۍ باید دا باور مات کړي چې افغان ښځې ناهیلې شوې دي.

نوموړي وویل: "افغان مېرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو په وړاندې په شا تګ ونه‌کړي بلکې د دوی د یووالي لپاره کار وکړي او د افغان مېرمنو ملا وتړي."

XS
SM
MD
LG