د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په پکتیا کې د څښلو پاکو اوبو ۷ پروژې بشپړې کړې


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونیسیف د افغانستان په پکتیا ولایت کې د پاکو اوبو ۷ پروژې عملي کړي: مارچ ۲۰۲۳
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونیسیف د افغانستان په پکتیا ولایت کې د پاکو اوبو ۷ پروژې عملي کړي: مارچ ۲۰۲۳

د پروژې مسوولینو د مارچ پر ۲۴مه مشال را‌ډیو ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو په دې ۷ پروژو شاوخوا ۴۶ نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونیسېف د پکتیا ولایت په مرکز او نورو شپږو ولسوالیو کې د څښاک د پاکو اوبو ۷ پروژې پلي کړې دي.

د دغو پروژو لاندې د پکتیا مرکز سربېره په احمدابا، ځاځي اریوب، ډنډ پټان ، میرزکه، لجه منګل او څمکنیو ولسوالیو کې د پاکو اوبو بندوبست شوی دی. د پروژو مسوولین وايي، چې ۱۴۵۰ کورنیو همدارنګه د ۷ بابه ښوونځیو زرګونو زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د پروژې مسوولینو د مارچ پر ۲۴مه مشال را‌ډیو ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو په دې ۷ پروژو شاوخوا ۴۶ نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی. د پکتیا اوسیدونکي د یادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي او وايي، پخوا د څښلو پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کبله له ناروغیو او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ ول.

د پکتیا د مهلن د علي خېلو اوسیدونکي فریق الله مشال راډیو ته وویل: "زموږ خلک پخوا پاکو اوبو پسې ډېرو لیرې ځایونو ته تلل، خو نن د اوبو نلکې زموږ کورونو ته راغلي، مخکې مو د کاریزونو یا سرلوڅو څاه ګانو اوبه کارولې، چې هغو اوبو مو خلکو او ماشومانو ته بیلابیلې ناروغۍ پیدا کولې. "

د څښاک د پاکو اوبو نیشتوالی د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو په یو شمیر ښوونځیو کې هم شته.د مهلن ښوونځي یو زده کوونکي علي الرحمان مشال راډیو ته وویل پخوا يې ښوونځي ته ځانونو سره په بوتلونو کې اوبه وړې او یا به اوبو پسې بیرته کورونو ته تلل.

یونیسېف په پکتیا کې خلکو ته د پاکو اوبو پروژې پرانیستې
یونیسېف په پکتیا کې خلکو ته د پاکو اوبو پروژې پرانیستې

د ده په وینا اوس په کور او ښوونځي دواړو ځایونو کې ورته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د پکتیا اوسیدونکي وايي، دوی نورې هم ډېرې ستونزې لري او له اړوندو ادارو او موسساتو غواړي، چې د هغو ستونزو په هواري کې هم ورسره مرسته وکړي.

د مهلن یو بل اوسیدونکی بشیراحمد وايي، د بارانونو او وارو له کبله يې لارې ډېرې ژوبلې دي، همدارنګه ښوونځی او روغتیايي کیلینک يې هم په بېلابېلو برخو کې نیمګړتیاوې لري.

بل لوري ته سیمه ییز چارواکي که له یوې خوا د یونیسېف لخوا د دې پروژو پلي کیدل یو ګټور کار بولي خو وايي، اوس هم د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه ډېره ده.

د پکتیا د کلیو پراختیا ریاست یو تن مسوول عبیدالله احمدزي وویل: "د پکتیا په مرکز او لیرې پرتو ولسوالیو کې د پاکو اوبو له ډېر زیات کمي سره مخامخ دي، له یونسېف، نورو موسساتو او اړوندو ادارو څخه د دې لپاره چې له بیلابیلو بیماریو ژغورل شوي وي او خلک په خپلو کورونو او زده کوونکي په ښوونځیو او ناروغان په کیلینکونو کې پاکو اوبو ته لاسرسۍ ولري غوښتنه داده، چې په پکتیا کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي. "

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په نوي پیل شوي ښوونیز کال کې یو شمېر موسسو او ادارو ورسره د څښاک د پاکو اوبو د پنځلسو نورو پروژو د پلي کیدو ژمنه کړې، چې په عملي کېدو سره به په ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره د اوبو ستونزه تر ډېره راکمه شي.

XS
SM
MD
LG