د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې رایه اچونه دوام لري
د هرات یو شمېر اهنګران وايي، دوی به معمولاً د تاریاکو د ټولولو وسایل جوړول، خو اوسمهال نهشي کولای د خپلې کورنۍ لګښت برابر کړي.
د امریکا د ټاکنیزو کالجونو د رایو د شمېرنې د سیستم له مخې، د دوو نوماندانو لپاره چې په نږدې سیالي کې دي، دا امکان لري چې سره نتیجې ته ونه رسیږي. که دا پیښ شي، کانګرس باید د متحده ایالتونو په اساسي قانون کې د ذکر شوي سیسټم په اساس ګټونکی وټاکي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د چادریو د پلور بازار تود شوی دی. د طالبانو د سختو قوانینو له کبله دا رنګه پوښښ ته تقاضا زیاته شوې او پلورونکي هم د مشتریانو له ډېروالي او بیو لوړوالي سره مخامخ دي.
راحله سروري په کابل کې هغه نجونو ته د رسامۍ او انځورګرۍ تدریس کوي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره له زدهکړو بېبرخې شوې دي. هغه چې له نهم ټولګي فارغه ده وايي، طب لوستل یې غوښتل، خو دا چې د زدهکړو زمینه برابره نهده، هنر ته یې مخه کړې ده.
د طالبانو له لوري د کورنو د تلاشۍ په غبرګون کې د غور ځايي اوسېدونکو اعتراض کړی او د طالبانو لهدې کار سره يې مخالفت ښودلی. نور پهدې ويډيو کې وګورئ چې د سيمې اوسېدونکو ازادي راډيو ته را استولې ده.
ايران څه ډول د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي؟
د اوونۍ پېښې له متفاوتې زاوایې
دغه قطار شاوخوا ۵۰ کانټینره دی چې د قرغزستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره چین له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او یو له هغو محدودو هېوادونو دی چې په پېکېنګ کې یې د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.
جرمني په فرانکفورټ،مونیخ او هامبورګ کې د ایران قنسولګرۍ تړي. جرمن چارواکو دا پرېکړه د ایران له خوا د یوه ایراني – جرمني تبع د اعدام په غبرګون کړې ده. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
په لومړي ځل له يو روبوټ سره د موسيقۍ د يوې ډلې ارکسټر جوړيږي، چې دې چارې د هنرمندانو اندېښنې هم راپارولي دي. دا ننداره پهدې وروستیو کې د سوېډن په مالمو کې ترسره شو.
د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ځانګړی پوښښ شېبه په شېبه له ازادي راډيو
نور راوښيه