بروکسل د نومبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې، د اروپايي ټولنې د نهو غړو هېوادونو له لارې به اوکراین ته د خپل هوايي دفاعي سیستم او بالستیک توغندیو د پیاوړتیا لپاره ۳۰۰ میلیونه یورو ورکوي.
اوومه ورځ، له سعید شینواري سره
د نړۍ د سوک وهنې یو پخوانی اتل مایک ټایسن له سوک وهونکي او یوټیوبر جک پاول سره لوبه کوي. ټایسن ۵۸ کلن او جک پاول ۲۷ کلن دی. تر لوبې مخکې د وزن کشۍ په وخت د ټایسن او پاول مخامخ کېدو هم زیاته غوغا جوړه کړې.
۳۲ کلنه اولینا کولیک، ۱۰ کلنه کریلو، ۲ کلن دیمید او ۲ میاشتنۍ ماشومه اولیانا، د اوکراین پر کریویوریه سیمه، د روسيې توغندیز برید کې ووژل شول. پهدې برید کې د ماشومانو په شمول ۱۴ تنه ټپيان شوي هم دي.
کوچي اریوبي د سربیا په بلګراد ښار کې د افغاني خوړو رستورانت جوړ کړی دی. هغه په ۲۰۱۶ کال کې سربیا ته کډوال شو، لومړی یې د ژباړن په توګه کار پيل کړ او وروسته یې خپل رستورانت جوړ کړ.په بلګراد کې د ازادې اروپا راډیو /ازادي راډیو د بالکان څانګې خبریالې ایوا مارتینویڅ پرې راپور جوړ کړی.
دا خوړنځای پهداسې حال کې په کابل کې فعاليت کوي، چې د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، له تېرو درې کلونو راهيسې افغانستان کې د نجونو او ښځو کاري بوختيا په تېزۍ سره کمه شوې ده.
د ایران پلازمېنه تهران کې، د پوهنتون یوې محصلې په انګړ کې ځان نیمه لوڅ کړ، چې له امله یې ونیول شوه او د رواني ناروغیو ډاکتر ته معرفي شوه. د هغې په ملاتړ، د بشري حقونو لندن مېشتې فعالې رخسارنه محمد خاني هم د لندن مرکزي میدان ته نیمه لوڅه لاړه او د ځان فلم یې واخیست.
د افغانستان په جنوب کې کروندګرو له وچکالۍ سره د مبارزې او د کښتونو د ژغورلو نوې حل لارې موندلي دي. په کندهار کې کروندګر وايي، په کمو اوبو خپلې کروندې اوبه کوي، او د پخوا پرتله يې حاصلات ښه دي. خو دا چې دې کروندګرو کومې حل لارې موندلي چې له وچکالۍ او د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې کوي؟
د ازادي راډيو خبريال الياس داعي د تاوتريخوالي او فساد پر وړاندې د يو بېپورا غږ په توګه کلونه-کلونه د ويرې او خطر د سيوري لهمنځه خپلو اورېدونکو ته حقيقتونه وړاندې کول. د الیاس داعي یوازینی اولاد د هغه یوه پنځهنیم کلنه لور ده چې (مهرباني) نومیږي او اوس په هلمند کې د داعي له کورنۍ سره ژوند کوي.
فرید بشارت د رزمي لوبو په تر ټولو معتبره سازمان یو اف سي کې لوبیږي. ده دیارلس لوبې کړي او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې. فرید تر خپل مشر ورور جاوید بشارت وروسته یو اف سي ته ولاړ او دواړه په ګډه تمرینونه هم کوي. له فرید بشارت سره د ازادي راډیو د خبریال صفي الله ستانکزي ځانګړې مرکه دلته کتلی شئ
هرات کې دايره پلورونکي له سوړ بازار شکايت کوي او وايي، پخوا يې د خوښيو د مراسمو په جوړېدو سره بازارونه ښه وو. پر افغانستان د طالبانو په بياځلي واکمنېدو سره چې پر موسيقۍ بنديز لګېدلی، ډېری خلک خپل د خوښۍ محفلونه بېموسيقۍ تېروي.
په داسې حال کې چې سږ کال د پاکستان د لوړې مالیې یا ټکس له امله له کندهاره د انارو صادرات کم شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د صالونونو مالکان وهڅوي څو د ودونو او نورو مراسمو پر مهال وطني تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار وکاروي.
نور راوښيه