امریکايي رأی ورکوونکي خپل ولسمشر ټاکي
په امریکا کې رأی ورکوونکي د سې شنبې په ورځ د رایو صندوقونو په لور لاړل څو ولسمشر انتخاب کړي. د جمهوريپال کانديد ډونالد ټرمپ او ډيموکراتانو کاندیدې کاملا هارېس ترمنځ سخته سیالي روانه ده.

۱
د رونالډ ریګن ولسمشرۍ په کتابتون کې رایه ورکوونکي د نومبر په پنځمه د سه شنبې په ورځ د رایې ورکوونې په ورځ رایې ورکوي

۲
د پنسلوانیا په سپرېنګ فیلډ کې د امریکا د نومبر په پنځه ۲۰۲۴م کال ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یو شمېر رایه ورکوونکي د رایې ورکوونې له مرکز بهر ولاړ دي.
په ځينو ختیځو سیمو کې د رایې ورکوونې مرکز د سهار پنځه بجې پرانیستل شوي دي او د الاسکا او هاواي په ګډون په لوېدیځو سیمو کې به دغه مرکزونه تر ماښامه خلاص وي چې له ډونالډ ټرمپ او هاریس څخه یو انتخاب کړي.
په ځينو ختیځو سیمو کې د رایې ورکوونې مرکز د سهار پنځه بجې پرانیستل شوي دي او د الاسکا او هاواي په ګډون په لوېدیځو سیمو کې به دغه مرکزونه تر ماښامه خلاص وي چې له ډونالډ ټرمپ او هاریس څخه یو انتخاب کړي.

۳
د پنسلوانیا په پتسبرګ کې د ملیسا فیل په نوم یوه رأیه ورکوونکې، د "اسکای" په نوم خپلې پیشو سره د رأی ورکونې مرکز ته تللې او رأیه ورکوي.

۴
د امریکا د مین ایالت پر پورټلنډ ښار کې د رأی ورکونې په یوه مرکز کې چې د سهار په ۰۷:۰۰ بجو پرانیستل شوی، یوه ښځه په قطار کې ناسته ده او د رأی ورکولو لپاره انتظار باسي.

۵
۱۰۱ کلن بیل هرنانډز، د نومبر په پنځمه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د رأی ورکولو لپاره د جورجیا ایالت په اوسټیل ښار کې د فلوید روډ بپتست کلیسا کې ناست دی.

۶
د نیویارک ښار بروکلین سیمه کې د ټاکنو ورځې په ترڅ کې د رأی ورکولو مرکز ته روان یو د ارتودوکس یهودي ټولنې غړي سیوری.

۷
د جمهوری غوښتونکي ګوند د ولسمشرۍ نوماند او د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپیې ملتیا کوي، د ټاکنو په ورځ د فلوریدا ایالت د پام بیچ د منډل په تفریحي مرکز کې د رأی ورکولو پر مهال له خبریالانو سره خبرې کوي.

۸
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ډیموکرات ګوند د ولسمشرۍ نومانده کاملا هارېس د نومبر په پنځمه په واشنګټن ډي سي کې د ډیموکرات ګوند د ملي کمېټې په مرکز کې د ټیلیفوني اړیکو څانګې ته ورغلې ده.

۹
د برمنګهام، الا د بروک هیلز کلیسا کې رأی ورکوونکي د خپلو رأیو ورکولو لپاره په قطار کې درېدلي دي.

۱۰
خلک د ۲۰۲۴ میلادي کال د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ، د ویسکانسن ایالت د میلواکي په ډیورفلر ښوونځي کې رایه ورکوي.