د اوونۍ پېښې له متفاوتې زاوایې
دغه قطار شاوخوا ۵۰ کانټینره دی چې د قرغزستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره چین له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او یو له هغو محدودو هېوادونو دی چې په پېکېنګ کې یې د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.
جرمني په فرانکفورټ،مونیخ او هامبورګ کې د ایران قنسولګرۍ تړي. جرمن چارواکو دا پرېکړه د ایران له خوا د یوه ایراني – جرمني تبع د اعدام په غبرګون کړې ده. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
په لومړي ځل له يو روبوټ سره د موسيقۍ د يوې ډلې ارکسټر جوړيږي، چې دې چارې د هنرمندانو اندېښنې هم راپارولي دي. دا ننداره پهدې وروستیو کې د سوېډن په مالمو کې ترسره شو.
د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ځانګړی پوښښ شېبه په شېبه له ازادي راډيو
د دې نندارتون جوړونکې مېرمنې وايي، هدف یې دا دی چې طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانو مېرمنو محدود شوی ژوند نړۍ ته وښيي. کیانا هایري او میلیسا کورنېټ په افغانستان کې ۷ میاشتې تېرې کړي او په ۷ ولایتونو کې یې نږدې ۱۰۰ افغانو مېرمنو سره خبرې کړي او د هغوی انځورونه یې اخیستي دي.
محمدحسن له ۳۳ کلونو راهيسې له اوسپنې د بخاريو او سماوارونو په جوړېدو سره د خپلې ګورنۍ لګښتونه پوره کوي. دا حلبي ساز وايي، کابل کې د ژمي په رانږدې کېدو سره که څه هم د پخوا په پرتله يې پېر او پلور ډېر شوی، خو يوشمېر کورنۍ د بېوزلۍ له امله د بخاريو د اخيستو وس نهلري.
د نجونو پر زده کړو د بندیز لیري کېدو په برخه کې د دیني عالمانو څه مسئولیت دی؟ د دې پوښتنې ځواب دا ځل په پوښتنه خپرونه کې اورئ. ملالۍ بشیر له دیني عالم مولانا خان زېب سره خبرې کړي دي.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو لهخوا د ښځو پر فعالیتونو او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګول شوي دي. ښځې د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرۍ د ودې لپاره ښه فرصت ګڼي.
په داسې ټاکنو کې چې سره نږدې روانې وي، او ان که محکمې ته هم یوړل شي، د رسمي رایو شمیرل کیدای شي څو اوونۍ یا له هغه ډېر وخت ونیسي. د پوستې له لارې رایه هم د ټاکنو په ورځ او تر هغه وروسته په مخکښو کاندیدانو اغېز لري. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د مشهور سوک وهونکي محمد علي کلي مېرمن خليله کماچو کلي وايي، غواړي په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی لوبغالی جوړ کړي. نوموړې دغه خبرې نن په کابل کې له ډېرو جزییاتو پرته د طالبانو د حکومت د بدنې روزنې او ورزش ریاست له تخنیکي او مسلکي مرستیال احمدجان ځدراڼ سره په کتنه کې وکړې.
د سونتوکو او خوراکي توکو يوشمېر پلورونکي وايي، د ژمي په رانږدې کېدو د يادو توکو بيې لوړې شوي دي. د کابل يوشمېر اوسېدونکي هم وايي، د کمزوري اقتصادي وضعيت له امله ژمي ته د اړتيا وړ توکي نهشي پېرلی.
نور راوښيه