نړیوالې ټولنې پرون د هغه پلان ملاتړ اعلان کړ چې په پاکستان او ایران کې له دېره نژدې نه میلیونه پخوانیو او نویو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره جوړ شوی.
د ایران د مازندران ښار چارواکو تر دې پریکړې وروسته چې افغان مهاجرین باید وایستل شي، یو شمیر ایراني سینماګرانو او هنرمندانو د مهاجرینو د ملاتړ لپاره ږغ اوچت کړی دی.
پرون په کوټه کې د نړېوال سره صليب د بريتانوي تبعه کارکوونکي مړى موندل شوى، چې په تېره چاړه يې سر له تنه بېل کړاى شوى دى. دغه کس خليل ډيل نومېږي، چې د روان کال په جنورۍ کې له کوټې تښتول شوى وو.
د ایران په زندانونو کې دا مهال زرګونه افغانان ورځې شپې تېروي. چې ځینې یې د مخدرو موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم دي.
د کردستان د ازاد ژوند يا پژاک د ايراني کردانو يو ګوند دي چې، وايي د ايران د کردانو د حقوقو لپاره مبارزه کوي. د اژانسونو په وينا د دغې ډلې او ايراني ځواکونو ترمنځ ، معمولاً وسلوالې نښتي کيږي.
نوري المالکي د خپل دې دوه ورځني سفر په پيل کې د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره وکتل. د احمدي نژاد له قوله ويل شوي، که چېرې بغداد او تهران غښتلي وي، د دښمن مخه به نيول شوې وي.
د ایران نیمه دولتي اژانس فارس خبر ورکوي، چې روسیې او چین له تهرانه غوښتې دي چې د هغې بې پیلوټه امریکایي الوتکې په اړه دوي ته معلومات ورکړي چې په دسمبر کې ایران وویل چې نیولې یې ده. فارس اژانس د ایران په دفاع وزارت کې د احمد کریمپور په نامه د یوه سلاکار له خولې ویلې
د ایران د اټمي پروګرام په اړه دا شکونه چې د اټمي وسلو د جوړولو تابیا کوي او دا چې تهران د اټمي پروګرام په اړه د نورو معلوماتو د وړاندې کولو او د ملګرو ملتونو له پلټونکو سره د همکاري په برخه کې پاتې راغلی؛ ټول د دې سبب شو، چې ملګري ملتونه او یو شمېر هیوادونه پر ایران بندیزونه ولګوي.
اروپایي اتحادیه وایي چې له ایران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه د شپږو قدرتونو خبرې د شنبې په ورځ په استانبول کې په یوې ښې فضا کې پیل شوې.
د سوريې لپاره د ملګرو ملتو او عربي ټولنې استازي په تهران کې له ايراني چارواکو سره د سوريې په اړه نن چهارشنبې د اپريل په يولسمه خبرې وکړې. ايران په سيمه کې د بشار الاسد د رژيم کلک ملاتړي دي. کوفي انان غواړي چې د ايران ملاتړ ترلاسه کړي، څو د سولې پلان په سوريې کې تطبيق شي.
د ايران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر هيله څرګنده کړه، چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه په نړيواله کچه په خبرو کې به تهران په خپل دريځ کې نرموالى وښيي او ايران ښايي د هغو غني شويو يورانيمو توليد بند کړي
وړاندي له دې چې روانه اوونۍ د ایران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د دې هېواد پرلانجمن د هستوي پروګرام خبرې پیل شي، د ایران د هستوي پروګرام مشر د تهران له خوا څخه یوې مصالحې ته اشاره کوي، د تهران او لویدیځ ترمنځ ستونزه..
نور راوښيه