نړیوالې ټولنې پرون د هغه پلان ملاتړ اعلان کړ چې په پاکستان او ایران کې له دېره نژدې نه میلیونه پخوانیو او نویو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره جوړ شوی.
د کډوالو د راستنولو چارو وزیر چې په غونډه کې یې د افغانستان د استازي په توګه ګډون کړی و، د هغو پلانونو جزییات روښانه کړل چې د راستنو شویو افغانانو لپاره په پام کې دي.
په ژنیو کې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د افغانستان، پاکستان، ایران، سویس او ملګروملتونو چارواکو ګډون پکې کړی وو، د 1.9 میلیارد ډالرو په ارزښت د هغه پلان په اړه بحث وشو چې هېواد ته د ستنو شویو پنځه اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوالو لپاره د ښوونځیو، کاري فرصتونو او نورو اړتیاوو پر برابرولو تمرکز کوي.
اسوشېتدپریس خبري آژانس لیکي، د دې غونډې اصلي هدف د مالي مرستو جلبول نه و، خو چارواکو ومنله چې په دې برخه کې به هڅه وکړي. د افغانستان د کډوالو چارو وزیر جماهیرانوري وویل چې په غونډه کې د هېواد هغو اته څلوېښتو سیمو ته چې کډوال هلته ستانه شوي لومړیتوب ورکړل شو او له هغو سره به د لومړنیو اړتیاوو، روغتیا او کارموندنې په برخو کې مرستې وشي.
هرکال لسګونه زره افغان کډوال د ایران او پاکستان له پولو څخه یا خپل هېواد ته ستنېږي یا بهر ته وځي. ځینې یې بیا ځان قاچاقبرانو ته سپاري چې اروپايي هېوادونو یا د نړۍ نورو برخو ته یې بوځي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتو د عالي کمیشنرۍ UNHCR د معلوماتو له مخې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته نژدې پنځه اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شول چې دا د افغانستان د ټولو وګړو په سلو کې تقریباً ۲۵جوړوي. اکثر دا کډوال د نوي نظام د ټینګښت په لومړیو پنځو کلونو کې خپل هېواد ته ستانه شول خو د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره دا شمېره هم په کمېدو شوه.
UNHCR وايي، افغانان په ۲۰۱۱ کال کې د هغو کسانو د فهرست په سر کې و چې د نړۍ په شتمنو هېوادونو کې سیاسي پناه غواړي. تېر کال څه کم شپږدېرش زره افغانانو په بهر کې پناه وغوښته چې دا د ۲۰۱۰ کال په پرتله یو په درې زیاتوالی ښيي.
د ملګروملتونو د احصاییو له مخې اوس هم دوه میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې او یو میلیون په ایران کې استوګنه لري. د نوي پلان له مخې له هغو کسانو سره هم مرسته کېږي چې له دې هېوادونو څخه خپل کورونو ته د ستنېدو هیله لري.
د پاکستان د ایالتي او سرحدي چارو وزیر شوکت الله په پرونۍ غونډه کې وویل، پاکستان غواړي چې ټول افغان کډوال د روان میلادي کال ترپايه په خپله خوښه خپلو کورونو ته ستانه شي. ده په دې اړه چې که له دې نېټې وروسته افغانان خپل هېواد ته ستانه نشي نو دوی به څه کوي د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ویې ویل، پرونۍ غونډه باید خپل هېواد ته د افغان کډوالو د منظمې، خپلې خوښې او خوندي ستنېدنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې عام توافق وګڼل شي.