د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې یو لوړ رتبه مقام وايي؛ ایران باید د دوی پلټونکو ته اجازه ورکړي، چې د دې هیواد د اټمي پروګرام اړوند معلومات، اشخاص او سیمې له نزدې وویني.
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مرستیال هیرمن نیکارتس چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د خبرو لپاره ویانا ته رسیدلی خبریالانو ته وویل:
̎مونږ دلته یوو څو له ایران سره په یوې مثبته روحې سره خبرو ته دوام ورکړو. زموږ د دغو دوه ورځینو خبرو هدف د ټولو مسالو د حل لپاره په تدابیرو په خاصه توګه د پوځي ابعادو په اړه د وضاحت چې موږ ته لومړیتوب لري، موافقه کول دي.̎
نوموړي وویل، د اټمي انرژۍ نړیواله اداره د هغو تورونو په اړه څیړنه کوي؛ چې له مخې ویل کیږي، ایران د اټمي وسلو د جوړولو په تکل کې دی.
رویترز خبري اژانس وايي، د ایران د اټمي پروګرام په اړه د روان میلادي کال په سر کې په ترسره شوو خبرو کوم پرمختګ ونشو.
په دغو خبرو کې ایران موافقه ونه کړه، چې د اټمي انرژۍ نړیوال څارونکي له هغو پوځي تاسیساتو کتنه وکړي چي ګمان کيږی په کې داټمي وسلو په اړه تحقیقات کیږي.
ټاکل شوې چې د نړۍ شپږ قوتونه د روانې مۍ میاشت په ۲۳ نیټه په بغداد کې له ایران سره ددغه هیواد د اټمي پروګرام په اړه بیا خبرې پیل کړي.
لویدیځو دیپلوماټانو چې د اتریش د خبرو له اجنډا څخه خبر دي رویترز اژانس ته ویلي دا خبرې اترې به د بغداد د غونډې په اړه مثبت پیغام ولري.
د اتریش په دغو خبرو کې د ایراني پلاوي مشري د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ په اداره کې د ایران سفیر علي اصغر سلطاني کوي.