د عراق صدراعظم پرون تهران ته تللى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې اړيکو په اړه په لوړه کچه خبرې وکړي.
نوري المالکي د خپل دې دوه ورځني سفر په پيل کې د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره وکتل. د احمدي نژاد له قوله ويل شوي، که چېرې بغداد او تهران غښتلي وي، د دښمن مخه به نيول شوې وي.
د عراق صدراعظم نوري المالکي پرون تهران ته ورسېد، د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره په کتنه کې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو پر وضعيت او نورو مسايلو خبرې وکړې.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د دغه هېواد د ولسمشر احمدي نژاد له قوله ليکلي، چې ويلي يې دي: “که چېرې تهران او بغداد غښتلي وي، په سيمه کې به د امريکا او صهيونيست رژيم په ګډون د دواړو هېوادونو د نورو دښمنانو حضور ته زمينه برابره نه شي”.
احمدي نژاد ويلي، عراق نور د امريکا مرستو ته اړ نه دى.
اسوشېټېډ پرېس اژانس په دې اړه ليکي، د المالکي په مشرۍ شيعه حکومت د ايران ملاتړ له ځان سره لري، چې په سيمه کې شيعه قدرت ګڼل کېږي. په عين حال کې ځينو ايراني اژانسونو ليکلي، چې ايران ته د المالکي سفر يوه هڅه ده چې وښيي، عراق په سيمه کې يو قوي متحد لري.
د ايران ايرنا خبري اژانس د المالکي له قوله ليکي، چې د تهران او بغداد ترمنځ همکاري به د سيمه ييز پرمختګ او چلينجونو په برخه کې مثبت اغېز ولري.
د عراق صدراعظم د ايران له مذهبي مشر ايت اله علي خامنه اي سره هم د ايران د اټومي پروګرام تر څنګ پر ځينو مسايلو خبرې وکړې.
د ٢٠١٠م کال له اکتوبر مياشتې وروسته دا ايران ته د المالکي لومړى سفر دى، هغه وخت ده په خپل سفر کې هڅه کوله د پارلماني انتخاباتو د بلې دورې لپاره د سيمې ملاتړ جلب کړي.
ټاکل شوې د جوزا درېيمه عراق د تهران د اټومي پروګرام پر سر د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د خبرو اترو کوربه وي.
امريکا او نور متحد هېوادونه شک لري چې ايران د اټومي وسلو د جوړولو اراده لري، خو ايران دغه تورونه ردوي او وايي دغه اټومي پروګرام يې سوله ييز اهداف لري.