د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو پر ایران فشار زیات کړی څو دا هېواد د خپل اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.
متحدوایالاتو، فرانسې، روسیې، چین او بريتانیا پرون په یوه اعلامیه کې له تهران څخه وغوښتل چې د خبرو په وسیله د یوې حل لارې په برخه کې مشخص ګامونه پورته کړي.
دوی پر تهران فشار راوړ څو ژر تر ژره د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مفتشانو ته اړوندو څانګو ته د ورتلو امکان او د هغوی په اړه معلومات برابر کړي.
ایران او د جرمني په ګډون د نړۍ شپږو لویو قدرتونو له یو کال ځنډ وروسته د تېرې اپریل میاشتې په نیمايي کې په استانبول کې یوځل بیا خبرې پیل کړې چې دې اقدام ته د دې کړکېچ د اوارۍ په مقصد د یو فرصت په سترګه کتل کېږي.
په پام کې ده چې د دوی بله غونډه به د روانې مې میاشتې پر ۲۳مه په بغداد کې وي. تهران د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بغداد په غونډه کې به پر ایران د بندیزونو د لغوې غوښتنه وکړي.