د ملي امنیت په برخه کې د امریکا د متحد ایالاتو د ولسمشر سلاکار جیمز جانز د ولسمشر حامد کرزي د ویاند اندیښنه رد کړه .
په كابل كې د جمهوریت غوښتونکي ګوند په لسګونو پلویانو د چهار شنبي په ماسپښين د جمهوري رياست څوكۍ ته د حامد كرزي له كانديداتورۍ څخه ملاتړ اعلان كړ.
په داسې حال كې چې په افغانستان كې دجمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو انتخاباتي مبارزې روانې دي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو څانګه وايي چې دولتي رسنۍ يوه خاص كانديد ته كمپاين كوي.
د امريكا د ولسمشر د ملي امنيت سلاكار جيمز جونز افغانستان ته راغلي څو د طالبانو پرضد د متحد ايالاتو د نوي ستراتيژي د عملي کیدو لارې چارې ولټوي.
د ولسمشر کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې بهرني سفیران باید د بهرنیو چارو د وزارت له پالیسیو سره سم د ولسمشرۍ له کاندیانو سره وګوري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې، د انتخاباتو لپاره يې ټول تخنيكي او لوژستيكي مواد او وسايل برابركړي دي او د هېواد د څلورديرشو ولايتونود انتخاباتومركزونوته به يې ورسوي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر وايي، د انتخاباتو د قانون له مخې دوى دا حق لري، چې د انتخاباتو په ورځ په نا امنه سیمو کې انتخابات وځنډوي او یا يې هم د تعلیق حالت ته راولي.
د لسګونومدني او ټولنيزو ارګانونو غړو ديوې غونډې په ترڅ كې د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې د حامد كرزي له كانديداتورۍ څخه ملاتړاعلان كړ.
په كابل كي د امريكا سفير وايي چه د جمهوري رياست له كانديدانو سره يي ليده كاته د افغانستان ، امريكا او د نړيوالي ټولني لپاره ګټور دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزير وايي د راى وركولو د ۷۰۰۰ مركزونو د امن د تامين لپاره يې يو عملياتي او امنيتي پلان ترتيب كړى .
کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري، چې د شنبې په ورځ د کدوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د راستنوشویو کډوالو میرمنو له یو روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
نور راوښيه