د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۸

د انتخاباتو کمیسون د رسنیو څانګه: دولتي رسنۍ يوكانديد ته كمپاين كوي

صدیق الله توحیدي وايي ځینې خصوصې رسنۍ هم دځینو خاص کاندیدانو په ګټه تبلیغات کوي چې نوموړي يې نومونه ونه ښودل.
صدیق الله توحیدي وايي ځینې خصوصې رسنۍ هم دځینو خاص کاندیدانو په ګټه تبلیغات کوي چې نوموړي يې نومونه ونه ښودل.

په داسې حال كې چې په افغانستان كې دجمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو انتخاباتي مبارزې روانې دي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو څانګه وايي چې دولتي رسنۍ يوه خاص كانديد ته كمپاين كوي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو د څانګې مسوول صديق الله توحيدي د چهار شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې دولتى راډيو، ټلويزيون او چاپې خپرونې د جمهور رييس كرزي كمپاين پورې مربوط خبرونه ډېرخپروي او دا د ده په خبره د رسنيو د اصولو او قوانينو خلاف عمل دى.

ښاغلي توحيدي څرګنده كړه چې ټولې رسنۍ بايد د كانديدانو كمپاينونو پورې مربوط خبرونه په متوازن ډول خپاره كړي او د اطلاعاتو او كلتور وزارت بايد د دولتي رسنيو خپرونې كنټرول كړي:

"دولتي رسنۍ كه چاپي خپرونې دي كه راډيو او ټلويزيون، له بده مرغه په خپلو خپرونو كې توازن په پام كې نه نيسي.په داسې حال كې چې د دولتي رسنې باید د اصولو سره سم ټولو كانديدانو ته له استثنا پرته مناسب او مساوي وخت وركړي، زه د اطلاعاتو او كلتور له وزارت څخه غواړم چې د دولتي رسنيو اصول په پورته توګه مراعات كړي."

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په چوكاټ كې د رسنيو څانګه څه باندې يوه مياشت مخكې جوړه شوه ترڅو په رسنيوكې د غبرګولي يا جوزا له شپږ ويشتمې نه د زمري يا اسد د مياشتې ترنهه ويشتمې نېټې پورې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو رسمي بهيروڅاري.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په چوكاټ كې د رسنيو د څانګې مسوول ښاغلي توحيدي دغه راز څرګنده كړه چې يو شمېر خصوصي رسنيو هم د ځينو مشخصو كانديدانو په ګټه كمپاين كړى.

كه څه هم ده د دغو خصوصي رسنيو نومونه په ډاګه نه كړل خو ويې ويل چې هيڅ يوه رسنۍ دا حق نه لري چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په كانديدانو تهمت وتړي او يا د هغوى د خصوصي ژوند په حريم تجاوزوكړي.

خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت دا تورونه چې ګوندې دولتي رسنۍ د جمهور رییس كرزي په ګټه تبليغات كوي نه مني او وايي چى دې وزارت دهماهنګۍ يوه كميټه جوړه كړې څو د كانديدانو د انتخاباتي مبارزۍ لړۍ په ټينګه وڅاري.

د اطلاعاتو او كلتور وزارت د باختر اژانس رئيس ضيا بوميا ازادۍ راډيو ته وويل چې دولتي رسنۍ ټولو كانديدانو ته د انتخاباتي كمپاين يو ډول زمينه برابره كړې:

"ملي ټلويزيون د ټولو كانديوانو په واک كې دى، د ټولو كانديدانو رپوټونه مو خپاره كړي دي او هغه غونډې چې له دوى څخه په کې ملاتړ اعلانيږي دا مو ترپوښښ لاندې راوستي او نشر كړي دي.
همدا راز ټولې ملي رسنۍ دكانديوانو ته په اختيار كې دي چې خپله پاليسي، ستراټيژي او پروګرامونه خلكو ته اعلان كړي. دا پروسه روانه ده او هره شپه يوه خپرونه په دې ارتباط لرو او موږ په مساوي ډول دوى ته حق وركړى دى."

په افغانستان كې دا مهال سلګونه چاپي خپرونې او لسګونه راډيو ګانې او ټلويزيونونه فعاليت لري، ويل كيږي چې له دغو رسنيو څخه ډېرشمېر يې ځينو سياسي ګوندونو او اشخاصو پورې مربوطې دي او د خاصو ګوندونو او كسانو په گټه تبليغ كوي.

خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو د څانګې مسوولين وايي كه چېرې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د انتخاباتي مبارزې پر مهال تر تحقيقاتو وروسته په كومې رسنۍ جرم ثابت شي نوعدلي اوقضايي ارګانونو ته به يې معرفي كړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG