د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۹

نور : د انتخاباتو تخنيكي او لوژستيكي مواد چمتو دي

نور محمد نور وايي په ټول هېواد کې به د رایو ورکولو څه کم دیرش زره مرکزونه جوړ کړي.
نور محمد نور وايي په ټول هېواد کې به د رایو ورکولو څه کم دیرش زره مرکزونه جوړ کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې، د انتخاباتو لپاره يې ټول تخنيكي او لوژستيكي مواد او وسايل برابركړي دي او د هېواد د څلورديرشو ولايتونود انتخاباتومركزونوته به يې ورسوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوى د انتخاباتو لپاره ټول تخنيكي مواد او وسايل برابركړي او د هېواد د څلوردېرشو ولايتونو، اوه زره انتخاباتي مركزونو ته به يې ورسوي:

"د انتخاباتو د بهير د ضرورت وړ ټول تخنيكي مواد او وسايل لومړى په كابل كې ترتيبيږي، بيا د هېواد اته زونونو ته او له زونونو څخه ولسواليو، كليو او درايو وركولو حوزو ته ليږل كيږي، د دې موادو او وسايلو زياته برخه برابره شوې ده او په لېږديدو يې هم لاس پورې شوى دى."
هغه لارۍ موټر چې له کابل څخه ولایتونو ته د انتخاباتو تخنیکي او لوژیستیکي وسایل انتقالوي


ښاغلي نور وويل، اوه زره مركزونه په ولايتونو، ولسواليو او كليو كې د رايو وركولو په څه كم دېرش زره محلونو ويشل شوي دي چې هريوه ته به د ضرورت وړتخنيكي مواد او وسايل هم د هوا او هم د ځمكي له لارې ور ورسيږي.

ده زياته كړه، په دې موادو او وسايلو كې پلاستيكي ميزونه، څوكى، خيمې، تبليغاني پاڼي، پنځه نوي زره صندقونه او څه باندې دېرش ميليونه د رايو وركولو كارټونه شامل دي.

ټول مواد او وسايل په بهرنيو ملكونو كې د دوى دغوښتنې او فرمايش سره سم برابر شوي، ډيره برخه يې كابل ته رسيدلي ده.

دا مواد او وسايل به د كورنيو او بهرنيو ځواكونو په مرسته دهېواد هرې سيمې ته ورسوي چې ځينو سيمو ته يې رسول پيل شوي هم دي.

ښاغلي نور محمد داهم وويل، چې څه كم دوه زره تنه ښوونكي يې روزلي او د انتخاباتي تبليغاتو لپاره يې د هېواد څلور دېرشو ولايتونو ته استولي دي:

"د انتخاباتو ورځ چې د زمري د مياشتې نه ويشته ټاكل شوي ده، موږ به ورته په ټول هېواد كې يولك او اتيازره موقت او رسمي كار كوونكي وګمارو چې د انتخاباتو لړۍ وڅاري او مرستي ورسره وكړي."
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نورمحمد نور د ازادۍ راډیو د خبریال خان محمد سیند پوښتنو ته ځوابونه وايي.


د افغانستان د جمهوري رياست انتخاباتو ته يوڅلويښتو تنو او د ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې درې زرو تنو ځانونه كانديد كړي دي.

پرېكړه شوې ده چې انتخابات د روان كال د زمري د مياشتې په نهه ويشتمه ڼېته ترسره شي.

د افغانستان ځينى خلك وايي، كېداى شي په ځينو نا امنو سيموكې انتخابات په سمه توګه ترسره نه شي.

خو افغان دولت وايي، د انتخاباتو ښه ترسره كېدو ته پراخ امنيتي تدابير نيول شوي دي اوبهرني ځواكونه به هم په دې بهير كې برخه واخلي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG