د افغانستان د جمهوري غوښتونكو د ګوند په نوښت په دغې جوړه شوې غونډه كې ګڼو ګډونوالو يوځل بيا حامد كرزي په راتلونكو انتخاباتو كې د جمهوري رياست لپاره يو مناسب كانديد و گاڼه.
په دغه ګوند كې د ښځو د چارو ریيسې عادلې بهرام د ښاغلي كرزي څخه د ملاتړ تر څرګندونو وروسته وويل چې حامد كرزى بايد د ګټلو په صورت كې د هېواد د اوسنيو ستونزو د حل په برخه كې ځانګړي پاملرنه وكړي.
" بهترين او تر ټولو غوره كانديد د جمهوري رياست لپاره دهېواد لومړى منتخب جمهور ريس حامد كرزى دى او له ښاغلي كرزي څخه هم په درنښت هيله كوو چې د گټلو په صورت كې دې اوسني ستونزي حل كړي څو په دې حكومت باندې د فساد او د رهبرۍ د كمزوتيا تورونه لرې شي."
د غونډې په بله برخه كې د افغانستان د متقاعدينو د سراسري اتحاديي مشر ښاغلي كوهستاني د متقاعدينو د اقتصادي ستونزو ته په اشاره وويل چې دوى ځكه له حامد كرزي څخه ملاتړ كوي چې د دوى ستونزې حلولى شي:
" د افغانستان د متقاعدينو سراسري ټولنې د هېواد د متقاعدينو په استازيتوب پرېكړه كړې چې په دې غونډه كې د جمهور ريس حامد كرزي له كانديداتورۍ څخه خپل ملاتړ اعلان كړي."
د افغانستان د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د كانديدانو لپاره رسمي كمپاين د غبرګولي د مياشتي په ۲۶ نېټه پيل شوى دى چې د زمري يا اسد د مياشتې تر ۲۶ نېټې پورې به دوام ولري
دامهال د جمهوري رياست څلوېښت واړه كانديدان د هېواد په بېلا بېلو برخو كې په خپلو انتخاباتي مبارزو بوخت دي خو ځيني يې د كافي بوديجې د نه لرلو له امله شكايت كوي.