د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا څانګې په خپله ایکس پاڼه کې له خلکو وغوښتل چې د دې سازمان د اوږده غوښتنلیک په لاسلیک کولو دې د طالبانو د حساب ورکونې او له ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره نړیوال فشارونه زیات کړي.
د کابل ښار د ځینو رسټورانتونو او کافي شاپونو مسؤلین وایي د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا په عمومي ځایونو کې د ښځو پر ازاد تګ راتګ د محدودویتونو زیاتېدو یې پر کار او بار منفي اغېزې کړې دي.
"WFP د افغانستان لپاره د راتلونکي ژمي د بېساري قحطۍ خبرداری ورکوي"
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی چې د افغان راستنېدونکو کورنیو لپاره یې د بېړنۍ مرستې بودیجه په ختمېدو ده. دغې ادارې پرون په یوه بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې کړکېچن وخت کې له راستنیدونکو افغان کډوالو سره خواخوږي وښيي او بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.
په داسې حال کې چې د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بدني سزاګانو د دوام او په ځانګړې توګه پر ښځو یې د پایلو په اړه اندیښنه ښودلې، یو شمیر افغان میرمنې او نجونې چې د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وايي، له هغو بدو پیښو وروسته چې دوی تجربه کړي په روحي او رواني ناروغیو اخته شوي دي.
راپورونه وایي چې پاکستان به راتلونکې اونۍ د طالبانو د حکومت د یوشمیر هغو مخالفانو کوربه توب وکړي چې دا مهال په تبعید کې دي. که څه هم د دغو کسانو نومونه لا روښانه نه دي، خو یوشمیر سرچینو لیکلي چې د افغانستان پخوانۍ جهادي څیرې چې په تاریخي لحاظ د پاکستان ملاتړ ورسره دی، دغو لیدو کتو کې ګډون کوي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې په پاکستان کې د GIZ پورې اړوند میلمستونونو کې ژوند کوي او جرمني ته د تګ کیسونه لري ادعا کوي چې په وروستیو څو ورځو کې ، پاکستاني پولیسو له دې میلمستونونو لسګونه افغانان له نیولو وروسته افغانستان ته ډیپورت کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې خبرداری ورکړی چې دغه هیواد کې د ښځو د حقونو اړوند د نړۍ تر ټولو ستر او جدي ناورین مخ په عادي کېدو روان دی. سوزان فرګوسن د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي د طالبانو فرمانونو د ښځو ازادۍ، کرامت او اساسي حقونه سخت محدود کړي دي.
نور راوښيه