د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۸

طالبانو د افشا شویو معلومات په بدل کې له ایرانه د خپل حکومت د رسیمت پيژندنې غوښتنه کړې


په ۲۰۲۱کال کې بریټانیوي ځواکونه له افغانستانه د وتو په حال کې
په ۲۰۲۱کال کې بریټانیوي ځواکونه له افغانستانه د وتو په حال کې

په داسې حال کې چې یو ځل بیا د زرګونه بریتانوي پوځیانو د هغوی د پخوانیو افغان همکارانو او د بریتانیا د ملکي مامورینو شخصي معلومات د افشا کېدو له خطره سره مخ شوي، د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک څلور چارواکي له طالبانو د بریتانیا د پخوانیو افغان همکارانو د مخکېني افشا شوي لېست د ترلاسه کولو لپاره کابل ته تللي.

دغه ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې چې نن دوشنبه د اګسټ ۱۸مه یې خپور کړی ویلي، ایران او طالبان د دغو کسانو د نیولو په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي او کابل ته ورغلو ایراني چارواکو له طالبانو د یاد لېست غوښتنه کړې ده.

طالبان غواړي له دې لېسته سیاسي استفاده وکړي، دا چې موږ دلته په ایران کې یو که دا لېست ایران ته سپارل کېږي، نو زموږ ژوند لا نور له خطر سره مخ کېږي او ان ښايي د اعدام له ګواښ سره مخ شو، موږ له بریتانیا غواړو چې موږ ژر تر ژره له دې ځایه انتقال کړي
له بریټانیوی ځواکونو سره پخوانی افغان همکار

د ډېلي مېل په راپور کې د یو لوړپوړي ایراني چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی له قوله راغلي چې طالبانو دغه لېست ورسپارلی او د سپاه پاسداران چارواکي غواړي پر ایران د لوېدیځ د بندیزونو له بېرته لګولو مخکې بریتانیايي جاسوسان پیدا کړي او د اټومي پروګرام په خبرو کې له دې مسلې د فشار په توګه کار واخلي.

خو ایران په رسمي ډول په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

راپور زیاتوي چې په بدل کې یې طالبان غواړي حکومت یې د ایران له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو ډېلي مېل ته یو طالب چارواکي ويلي چې که څه هم افغان کډوالو سره د ايراني چارواکو او حکومت ناوړه چلند ته په پام بايد له دوی سره هېڅ ډول احسان او ښېګڼه ونشي خو په ټکو يې که دغه کار د رسمیت پېژندلو په بدل کې کېږي "بده معامله" به نه وي.

له دې وړاندې د روانې اګسټ په لومړیو کې د بریتانیا یوې بلې ورځپاڼې ټېلګراف راپور ورکړی و چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو له طالبانو د هغه ۲۵ زره کسانو نوملړ غوښتی چې معلومات یې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې افشا شول، خو د بریتانیا حکومت د دې لپاره چې د دغه کسانو ژوند له خطر سره مخ نه شي د موضوع د رسنیز کېدلو مخه ونیوله او په پټه یې د خپلو افغان همکارانو د انتقال د پلان پلي کول پیل کړل.

په افشا شویو معلوماتو کې د افغان همکارانو نومونه او د دوی د همکارۍ توضیحات او دغه راز د بریتانوي ځواکونو د جاسوسۍ برخې «ام ای ۶» د لږ ترلږه ۱۰۰ کسانو نومونه او جزیات شامل دي.

ټېلګراف ویلي و ایران هڅه کوي له دې لارې د «ام ای ۶» جاسوسان تعقیب او تشخیص کړي.

بریتانوي رسنیو ویلي چې د دغه کسانو د پېژندلو او تعقیب په برخه کې د ایران او طالبانو د همکاریو تازه ژمنې بریتانیوي سیاسیتوال سخت اندیښمن کړي دي.

په ایران کې مېشت د بریتانوي ځواکونو یو شمېر پخواني همکاران هم وايي د دغه لېست له افشا کېدو وروسته دغلته په سخته وېره کې ژوند کوي.

د دوی له ډلې یو تن چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، "طالبان غواړي له دې لېسته سیاسي استفاده وکړي، دا چې موږ دلته په ایران کې یو که دا لېست ایران ته سپارل کېږي، نو زموږ ژوند لا نور له خطر سره مخ کېږي او ان ښايي د اعدام له ګواښ سره مخ شو، موږ له بریتانیا غواړو چې موږ ژر تر ژره له دې ځایه انتقال کړي."

په ایران کې مېشت یو بل د بریتانوي ځواکونو پخوانی افغان همکار چې له خپلې درې کسیزې کورنۍ سره دغلته اوسېږي وايي د ایران او طالبانو ترمنځ په دې برخه کې د همکاریو ژمنو سخت اندېښمن کړی او هره شېبه د نیولو خطر احساسوي.

نوموړي هم د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، "ډېر زیات په اندېښنه او وېره کې یو په ایران کې وضعیت داسې دی چې دوی هره ورځ افغانان نیسي، په ځانګړي ډول د پخواینو نظامیانو په وړاندې ډېر جدي دي او دوی نیسي او ډیپورت کوي یې، زموږ لپاره دا حالت ډېر اندېښمنوونکی دی او د خپل ژوند او د کورنۍ د راتلونکي په اړه ډېر په وېره کې یو."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بریتانوي ځواکونو د پخوانیو زرګونه افغان همکارانو چې دغه هېواد ته په خوندي ډول لېږدول شوي شخصي معلومات وروسته له هغه له افشا کېدو سره مخ شوي چې د دې هېواد د دفاع وزارت اړوند یو قراردادي شرکت له انټرنیټي برید سره مخ شو.

د «جېټ سنټر» په نوم دغه شرکت چې مسافرینو ته د الوتنې دمخه خدمات وړاندې کوي، ویلي چې په ثبت شویو معلوماتو کې یې د روانې اوونۍ د یکشنبې ناوخته هغه مهال درز رامنځته شو چې د یاد شرکت "محدود شمېر" برېښنالیکونو ته د غیر مجازو اشخاصو لخوا لاسرسی ولیدل شو.

باور دا دی چې په دې تازه پېښه کې له ۳،۷۰۰ د ډېرو هغه افغانانو شخصي معلومات افشا شوي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې بریتانیا ته انتقال شوي.

XS
SM
MD
LG