د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۴

پاکستان کې پر هغو افغانانو چاپې زیاتې شوي چې جرمني ته د تګ په تمه دي


پاکستان کې افغان کډوالې د ملګرو ملتونو له استازي فلیپوګراندي سره، ارشیف
پاکستان کې افغان کډوالې د ملګرو ملتونو له استازي فلیپوګراندي سره، ارشیف

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې په پاکستان کې د GIZ  پورې اړوند میلمستونونو کې ژوند کوي او جرمني ته د تګ کیسونه لري ادعا کوي چې په وروستیو څو ورځو کې ، پاکستاني پولیسو له دې میلمستونونو لسګونه افغانان له نیولو وروسته افغانستان ته ډیپورت کړي دي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې جرمني ته د تګ دوسیې لري له هغه هیواده غواړي چې د لېږد لپاره یې سم دستي اقدام وکړي.

دوی ادعا دکوي چې په وروستیو څو ورځو د اسلام اباد پولیسو په )جي. آی. زیډ) پورې اړوندو میلمستونونو نه لسګونه افغانان نیولي او افغانستان ته یې اړولي دي.

له بده مرغه یو ناڅاپه د پاکستان پولیس راغلل موږ ټول یې ونیولو او حاجي کمپ ته یې انتقال کړو، د هغه ځای وضعیت ډېر بد وو
جرمني ته د تګ په تمه پاکستان کې میشته افغانه

د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله چې له تېر یو کال راهیسي جرمني ته د انتقال په هدف د دغه هیواد په یو میلمستون کې په پاکستان کې ژوند کوي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل"موږ په تمه یو چې انتقال شو، د جي آی زیډ په یو میلمستون کې ژوند کوو، له بده مرغه یو ناڅاپه د پاکستان پولیس راغلل موږ ټول یې ونیولو او حاجي کمپ ته یې انتقال کړو، د هغه ځای وضعیت ډېر بد وو، موږ ټول ډېر ویریدلي وو، د خوراک لپاره هیڅ نه وو، نیول شوي ډیری کسان یې تورخم ته انتقال کړل او ډيپورت شول. "

که څه هم نوموړې ونه ویل چې خپله د پولیسو له بنده څه ډول راخوشې شوې خو وې ویل چې اوس مهال په پېښور کې ژوند کوي او هره شېبه افغانستان ته د جبري شړلو له ګواښ سره مخ ده.

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله چې په اسلام اباد کې په جې آی زیډ پورې اړوند یو میلمستون کې اوسیږي وايي ویره لري چې پولیس به یې له نیولو وروسته افغانستان ته ډیپورت کړي.

دغه میرمنې چې هم د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل" له ډېر بد حالت سره مخ یو، سهار له میلمستون وځو ټوله ورځ په پارک کې او په سړکونو تېروو، د شپې په ډېره ویره دوباره میلمستون ته ستنیږو، له بده مرغه پولیسو ډېر هغه کسان چې د جرمني کیسونه یې لرل ونیول او افغانستان ته یې واړول، موږ د جرمني له حکومت غواړو چې هر څه ژر موږ له دې ځایه انتقال کړي. "

موږ د جرمني له حکومت غواړو چې هر څه ژر موږ له دې ځایه انتقال کړي
پاکستان کې میشته افغانه

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې پرون جمعه د اګسټ ۱۵ مه د بشري او کډوالو د حقونو لږ ترلږه دوه بنسټونو د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو پر وړاندې دعوه ثبت کړې او د د دې هیواد چارواکي یې د هغو افغانانو د ژوند په ژغورلو کې په پاتې راتلو تورن کړي چې په پاکستان کې یې له جرمني د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه.

رویټرز خبري اژانس د دغه بنسټونو له قوله په راپور کې ویلي افغانستان ته د دغه کډوالو د بیرته ستنولو اجازه ورکول د جزا د قانون له ۲۲۱ مې مادې له اصولو سرغړونه ده.

د «پرو اسیل» او «د سیمه ییزو کارکوونکو د ملاتړ شبکې» ویلي له ۲ زره څخه ډېر افغانان چې مخکې یې جرمني ته انتقال تصویب شوی په پاکستان کې له خطر سره مخ دي او په ورستیو اونیو کې د دې کډوالو له ډلې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان د پاکستان پولیسو نیولي او ۳۴ تنه نور یې افغانستان ته استولي دي.

تر اوسه د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د یاد شکایت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شاخوا ۲۶۰۰ افغانان چې په پاکستان کې جرمني ته د لېږد وړ دي په ۱۶ الوتکو کې به یاد هیواد ته ولېږدول شي.

نږدې یوه اونۍ وړاندې هم په پاکستان کې میشت یو شمېر افغانانو چې جرمني ته د لېږد په تمه دي او په دې هیواد کې د جرمني د پراختیايي ادارې جي آي زیډ په مرسته استوګن دي ویلي وو چې پاکستاني پولیسو له دې میلمستونونو نږدې ۴۰ افغانان نیولي او حاجي کمپ ته یې لیږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته د ښځو د حقونو ډیری فعالانو د خپل ژوند د خوندیتوب او امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته پناه وړې خو اوس له دې هیواده هم بېرته افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

پاکستان د روان کال د اپریل له میاشتې راهیسې له دې هیواده افغانستان د کډوالو او بې اسناده افغانانو د جبري ستنونې لړۍ تېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي د روانې اګسټ تر ۶ مې له ۳۵۲ زره ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته پر تګ مجبور شوي دي.

XS
SM
MD
LG