د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۳

ملګري ملتونه : په افغانستان کې د ښځو د حقونو ناورین مخ په عادي کېدو روان دی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې خبرداری ورکړی چې دغه هیواد کې د ښځو د حقونو اړوند د نړۍ تر ټولو ستر او جدي ناورین مخ په عادي کېدو روان دی. سوزان فرګوسن د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي د طالبانو فرمانونو د ښځو ازادۍ، کرامت او اساسي حقونه سخت محدود کړي دي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ څلور کلونه پوره شول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی چې دغه هیواد کې د ښځو د حقونو اړوند د نړۍ تر ټولو ستر او جدي ناورین مخ په عادي کېدو روان دی.

اغلې فرګوسن پرون د اګسټ ۱۵ مه واک ته د طالبانو د راستنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت په یو ویډیو بیان کې ویلي ، په تېرو څلورو کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر شوي چې د ښځو ازادۍ، کرامت او اساسي حقونه یې سخت محدود کړي دي.

نوموړې د کار په ګډون په سوداګرۍ او نړیوالو خبرو اترو کې د ښځو په ګډون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتلو لپاره نړیوال یوالي ته اړتیا ده:

اغلې فرګوسن ویلي:

مونږ د دوي د حقوقو نه ورکړه او نقضول د معمول په توګه نه شو منلای، موږ بايد په ټولو برخو، انجوګانو او هغو ټولو نړيوالو خبرو اترو کې چې د غږونو د پورته کولو په تړاو کيږي دا مسله په پام کې ونيسو او د ټولو افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره ودريږو.


د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دغې چارواکې دا هم ویلي که پر افغان میرمنو سخت محدودیتونه له پامه وغورځول شي دا په دې معنا ده چې دا وضعیت منل کیږي او چې له امله یې په هر ځای کې د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کېدای شي.

نوموړې ویلي پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لنډمهاله نه‌دي او اوس د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلي دي.

سوزان فرګوسن په دې ویډیو بیان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته اشاره کړې او ویلي یې دي دا قانون لامل شوی چې افغان ښځې په سیستماتیک ډول له هر څه لیرې کړل شي.

نوموړي ویلي په دې شرایطو کې هم لږ ترلږه ۴۰ سلنه میرمنې داسې راتلونکې انځوروي چې بدلون او برابري په کې شونې ده او دې هیلو ته یې د زغم او مقاومت نوم ورکړی دی.

نوموړې نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو ، کاروبارونو او د نړیوال حضور لپاره په دوامداره توګه مرستې وکړي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو په څلور کلنې واکمنۍ کې افغانستان د بشري حقونو د پراخه سرغړونو مرکز پاتې شوې دی.

دغه سازمان د طالبانو د واک څلورو کلونو د پوره کېدو په مناسبت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د دغه عمل په وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون نرم دی باید په دې برخه کې جدي چلند شي او طالبان ځواب ورکولو ته اړ ایستل شي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي د افغانستان ښځې او نجونې له تېرو څلورو کلونو راهیسي د طالبانو د رژیم په وړاندې مقاومت کوي، او هڅه کوي چې د طالبانو محدودیتونه د جنسیتي اپارتایید په توګه د بشریت پر ضد جرم وپېژندل شي.

دغه سازمان په یو راپور کې چې پرون د اګست په ۱۵ مه خپور شوی ویلي افغانو میرمنو د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د زده کړو او کار د حق د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو په وړاندې اعتراضونه او د افغانستان د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې سمدستي عملي ګامونه پورته کړي.

یو شمېر افغان میرمنې هم له نړیوالې ټولنې ورته غوښتنې لري.

دوی وايي طالبان په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې بدل نه شول بلکې د ښځو د ځپنې لپاره یې خپل محدودیتونه لا پسې زیات کړل.

د ښځو د حقونو فعاله حسینه رفیع:

طالبانو په تېرو څلورو کلونو په تدریجې ډول پر ښځو او نجونو د زده کړو دروازې وتړلې، کار یې ترې واخیست، زموږ په هر ډول سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو یې بندیز ولګوو، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو عملي فشارونه راوړي تر څو دوی د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته تن کیږدي.


افغان میرمنې نورا کندهارۍ ازادي راډيو ته وویل:

موږ باور لرو چې د ښځو حقونه د بشري حقونو یوه لویه برخه ده، او دا له موږ هیڅوک نه شي اخیستلی، موږ په نړیوالې ټولنې او ټولو هغه کسانو غږ کوو چې پر ازادۍ باور لري زموږ د ازادۍ د غږ ملاتړ دې وکړي او د افغان میرمنو د ژوندي پاتې کېدو نه بلکې د ښه ژوند په هدف دې له موږ سره ودریږي، موږ نه ستړي کیږو ځکه د یو انسان په صفت دا زموږ حق دی چې ازاد ژوند وکړو.


دا په داسې حال کې ده چې پرون د اګسټ ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څلور کلونه پوره شول.

دغه ډلې په دې موده کې تر ډېره پر افغان ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي چې وخت په وخت یې د نړیوالې ټولنې غبرګونونه راپارولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د شریعت له مخې د ښځو د حقونو د ټینګښت خبره کړې خو په کور دننه یې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې تړلي او په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې یې له ښځو د کار کولو حق اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG