د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۳

په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات دوام لري؛ خلک پناه ځایونه او خواړه غواړي


د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د زلزلې له کبله وران کورونه
د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د زلزلې له کبله وران کورونه

په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې په درېیمه ورځ هم طالب چارواکي وايي، هلته د ژغورنې عملیات دوام لري.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نجیب‌الله حنیف نن (د وږي ۱۲مه) د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزیون ته وویل چې که څه هم په ډېرو سیمو کې دا عملیات پای ته رسېدلي خو د ځینو درو په لیرې پرتو بانډو او سیمو کې چې د لارو د خرابوالي له امله د ژغورنې عملیات پکې ګران دي لا هم د قربانیانو لټون دوام لري.

ښاغلی حنیف وايي "دا چې د سیمې جغرافیه او شرایط سخت او سرکونه خراب شوي دي دې لویې ستونزې جوړې کړي دي. په یو شمېر سیمو کې لا هم خلک تر خاورو لاندې دي او د رایستلو چارې یې روانې دي. داسې سیمې شته چې هلته تګ ناممکن او د پنځو شپږ ساعتونو پلی مزل دی خو بیا هم هڅه کیږي تر څو له خلکو سره مرسته وشي."

په ځینو سیمو کې چې د ژغورنې عملیات ګران دي لاهم قربانیان تر خاورو لاندې پاتې دي.

د رېښتر په کچه ۶ درجې دې زلزلې د وږي په ۹مه نېټه د شپې ناوخته په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې پراخه مرګ ژوبله واوړله.

د طالبانو حکومت نن- چارشنبې د دې زلزلې د مرګ ژوبلې تازه ارقام خپاره کړل. د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس شبکې ولیکل چې د زلزلې د مړو شمېر او د ټپیانو شمېر ته رسېدلی دی. د ښاغلي مجاهد په وینا د زلزلې له کبله د ویجاړو کورونو شمېر ۶۷۸۲ دی.

له بلې خوا په کونړ کې د زلزلې یو شمېر قربانیان وايي چې لا یې هم د کورنیو ځینې غړي ورک دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا دیره لري.

د غازي اباد ولسوالۍ یوه زیانمن شوي میر محمد ازادي راډيو ته وویل چې د کورنۍ اته غړي یې مړه شوي او لا یې هم دوه ماشومان ترخاورو لاندې دي. میرمحمد وايي"زما دوه ماشومان همدا اوس هم تر خاورو لاندې دي او تر اوسه نه دي راویستل شوي. تاسو خپله وګورئ چې نور هیڅ نشته. کور مې نړیدلی، خلک ټول مړه دي. موږ تر شنه اسمان لاندې ناست یو. د خلکو چې هره مرسته له وسه کیږي باید له موږ سره یې وکړي. زموږ خو حکومت او خلکو ته په چیغو ستونی وچ شول چې موږ سره مرسته او امداد وکړئ."

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکی خان زمان چې دی هم په زلزله کې سخت زیانمن شوی دی وايي خلک پراخه مرستو ته اړتیا لري. نوموړی وايي"یو کلی هم روغ پاتې نه دی، ټول کورونه ړنګ شوي. اوس هم قربانیان تر خاورو لاندي دي، له موږ سره باید د مړو په راویستلو کې مرسته وشي او دغه شان خوراکي موادو ته عاجله اړتیا ده، ځکه ټول خلک دا اوس په پټیو کې بې سرپناه پراته دي."

زلزله ځپلي وايي سرپناه نه لري او خوراکي مواد هم ورته په سختۍ رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له زلزله ځپلو سره د سل میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

په کونړ ولایت کې د زلزلې له کبله بېځایه شوې مېرمنې روغتیايي مرستې ترلاسه کوي.
په کونړ ولایت کې د زلزلې له کبله بېځایه شوې مېرمنې روغتیايي مرستې ترلاسه کوي.

له بلې خوا د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره سیف دې چلډرن وايي چې په کونړ کې د زلزلې له امله ناورین رامنځته شوی او ماشومان بېړنیو خوړو. اوبو او سرپناه ته جدي اړتیا لري.

دې سازمان پرون (د وږي ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د زلزلې له امله د پاکو اوبو سرچینې ګډې وډې شوي او په زیانمنو سیمو کې یې د ناروغیو د خپرېدو ویره ډېره کړې ده.

دې زلزلې بشپړ کلي له منځه وړي او د دې فاجعې مدیریت د افغانستان او خیریه بنسټونو له ظرفیت څخه لوړ دی.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO ویلي چې د زلزلې په سیمه کې زرګونه څاروي له منځه تللي او که عاجله تصفیه ونه شي د ناروغیو د خپرېدو ویره موجوده ده.

دغه سازمان نن پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د زلزلې له امله د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ تر منځ څاروي او ۵۰۰ هکتاره کروندې له منځه تللي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار پرون په یو بیان کې وویل چې دې مرګونې زلزلې بشپړ کلي له منځه وړي، دا مهال ګڼ شمېر خلک له سرپناه پرته شپې سبا کوي او د دې فاجعې مدیریت د افغانستان او مرستندویه بنسټونو له ظرفیت څخه خورا لوړ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا) ویلي د دې مرګونې زلزلې په نتیجه کې له ۱۲ زرو ډېر کسان بې کوره شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو، او د نورو اسانتیاوو د ویجاړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته درېیمه مرګونې زلزله ده چې پراخه مرګ ژوبله اړوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه دهرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ۶،۳ درجې زلزلې ۱۵ سوه کسان وژلي وو.

له دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې زرګونه کورونه ویجاړ شول.

XS
SM
MD
LG